بازتاب نیوز

د وينسټن چرچل ژوندليک / جبار فراز

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

۲۱

د چرچل ساتونکی تامپسن لیکي: د ورځي به یې د رسمي کارونو، مجلسونو او بوختیاوو تر څنګ ۲۰۰۰ توري لیکنه او ۲۰۰ خښتي بنايي کوله.

په ۱۹۲۹ کي ټاکني وسوې، محافظه کار او لیبرال ګوندونه کمزوره او کارګر حزب-چي د چرچل کرکه ځني کېده-زورور سو. له دې سره لومړی وزارت هم د همدې ګوند په پچه وخوت او چرچل تر پنځه کاله زبردست کار وروسته له مالیه وزارت څخه ایسته کړل سو. کنه تر ټاکنو وړاندي ان د پارلمان په دالېزونو کي دا ګنګوسه ګډه وه چي نوموړی ښايي لومړی وزیر سي. له وزارت څخه د چرچل تر ایسته کېدو لږ وروسته په منځني ختیځ کي مشهور انګرېز اجنټ او د عثماني خلافت چپه کوونکی لارنس د چرچل منشي ته ولیکل: لومړی وزارت د چرچل حق دی او دا کار به ضرور کیږي.

له وزګارېدو سره سم یې یو ځل بیا خپلو نورو مشغولاوو ته مخه کړه. یوازي څو ورځي وروسته د یوې ورځپاڼي له خوا د ده د نیکه د ژوندلیک لیکلو پروژه ورکړه سوه. د یاد دوه ټوکیز کتاب حقوق یې په لندن کي په ۱۰ او امریکا کي په ۵زره پاونډه واخیستل سول.

په دا بغل کي یې شمالي امریکا ته د سفر موزې هم په پښو کړې. هلته پر څو هیوادونو وګرځېد، لیکچرونه یې ورکړل، مقالې یې ولیکلې او له دې لاري یې هم د سفر لګښتونه وایستل او هم یې د سپما همیانۍ ښه پنډه کړه. نیویارک کي یې له چارلي چاپلین سره ولیدل. د دې لیدني په اړه یې ماینې ته ولیکل: عجبه خوږ سړی دی دا چارلي. هیڅ امکان نه لري چي پر چا ګران نسي. سره له دې چي سیاسي افکار یې بورژوايي دي، مګر بیا هم خوښیږي. چارلي ته مي وویل چي د ځوان ناپلیون رول ولوبوي. د دې فلم کیسه به زه ورته ولیکم.

په دغه سفر کي یې د امریکا له یوې نامتو خپرندويي ټولني سره د ۴۰زرو پاونډو په بدل کي د ۲۲ سیاسي مقالو لیکلو تړون هم لاسلیک کړ. په همدغه وزګارتیا کي یې د خپل ستر شپږ ټوکیز اثر The world crisis د وروستي ټوک لیکلو تکل هم وکړ. ده له ډېره وخته په قلم لیکل پرې ایښي او د دې کار لپاره یې میرزایان نیولي ول. د متن د دیکتې پر مهال به په خونه کي لر بر ګرځېد او سیګار به یې دوداوه.

په مطبوعاتو کي د نوموړي نوم یو ارزښتناک او جذاب برانډ ګرځېدلی وو. اکثره به یې یوازي نوم خرڅاوه. مثلن یوې ورځپاڼي ترې وغوښتل چي د The great stories of the world retold تر سرلیک لاندي د مشهورو کلاسیکو لیکوالو ځیني اثار لنډیز کړي. د بېلګي په توګه د چارلز ډیکنز د دوو ښارونو کیسه. چرچل دا کار خپل مشر منشي مارش ته-چي په ادبیاتو کي یې ښه لاس درلود-پر غاړه ورواچاوه. خپله یې د (چرچل برانډ) په برکت ۳۰۰ پاونډه پر اخیستل او منشي بېچاره ته یې یوازي ۲۵ پاونډه ورکول.

لنډه دا چي د خپلي دوه نیم کلني کورناستۍ په اوږدو کي یې د قلم په څوکه لسګونه زره پاونډه جېب ته کش کړل چي تر هر ډول لوړ وزارت هم لوړ عاید وو.

د وينسټن چرچل ژوندليک، بنګت لېنيه ګرېن

The post د وينسټن چرچل ژوندليک / جبار فراز appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-وينسټن-چرچل-ژوندليک-جبار-فراز/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading