بازتاب نیوز

ستري جفاوي او دوام یې

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

محمدګل نوري د پښتو ادب هغه ستر نوم دئ چي د نابغه توب د ثابتولو او تل پاتي والي له پاره یې یوازي ملي هینداره کفایت کوي. که څه هم چي د ژوند په ورستیو کي دونه مایوسه سو چي خپل ټول ناچاپ اثار یې و سوځول مګر تاریخ هر څه لیکي.

په دېرلس سوه دېرش کال یې دغه قاموس ولیکئ مګر لکه اوس چي موږ ته په سوړو کي ماران ناست دي هغه وخت هم وه او د کندهاریتوب په څپېړه یې ارواښاد نوري و واهه او له قاموسه یې د ده نوم چي نورالغات وو لیري او پښتو قاموس یې ورباندي ولیکه.

دونه کم عقله وه چي د کتاب نوم یې ورته بدل کړی وو مګر په متن کي چاپ سوی د کتاب اصلي نوم ځيني پاته سوئ.

دا ښکاره او زما مخ ته پرته جفا ده داسي سلګونه نوري سته خو زه د پښتو او د پښتنو د بې اتفاقۍ په خاطر ږغ نه لرم.

د محمد ګل خان نوري پرونۍ زغملي نن پر ما هم تېرېږي او هره ورځ له یوه نوي ټکر سره مخ یم. موږ متعصب نه یو د چا په کار او ژبه غرض نه لرو مګر تېر یولس کاله په کابل کي هره ورځ بېله ناغې ماته د کندهاریتوب باره او بالا په مسایلو توهین سوئ.

زما مسلک ژبپوهنه ده نو معلومه خبره ده چي بحث به مي هم د ژبي وي او په همدې تور ټولو تور کړی یم چي زه له تعصبه داسي بحثونه کوم مګر هغوی چي زموږ تاریخونه غلا کړي هغوی چي په ژبه کي هر ان‌‌‌‌‌‌ډوخر اچولی دئ هغه خیرو خیرت او د دوی په اصطلاح معیار دئ.

ژبپوهنه اوس په نړۍ کي یو ساینسي علم دئ هر څوک چي پکښي نامي دئ دا ګذ دا میدان راځئ. بسم الله.

کنې نو ولاړ سئ په کابل پوهنتون کي زما اسناد و ګورئ له استادۍ د ایستلو کوښښونه، په ماسټرۍ کي د ناکامولو کوښښونه، ماسټرۍ ته د نه راتګ کوښښونه او اوس لن‌‌‌‌‌‌ډ په دکتورا کي پېښه معزله و څېړئ چي در معلومه سي د من څخه څو پتیري پخېږي.

لیکنه: محمود مرهون

The post ستري جفاوي او دوام یې appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/jafawee/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading