بازتاب نیوز

که یوه موضوع سمه بدرګه کړو، پایله به ولري

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

دې بدبخته وطن کې ورځ تربلې دټولنیزو او جنایي جرمونو ګراف مخ په لوړېدو دی، ښایي یو لامل همدا وي، چې دجرم کوونکو پر وړاندې دمجازاتو اصل نه پلي کېږي.

خبره مې داکوله پدې سترګې نشي پټېدای جرمونه به پای ته رسي نه داسلسله د تېرو څلویښت کالونو راهیسې جاري ده او که همداسې دمجرمینو سره دپڅ دریځ نه کار واخیستل شي دالړۍ به نوره هم دوام کوي.

موږ دمهسا دوژنې پېښه وغندله او ښه انعکاس مو ورکړ ولې حکومت مو دې ته مجبور نه کړ، چې عاملین په وخت مجازات کړي. هغه تېره ورځ مو دمینې منګل دوژلو غندنه وکړه او سبا خدای مه کړه دبل چا …

راځئ ! که په ډلیزه توګه داد خواهي کوو، یوه موضوع ترپایه بدرګه کړو ترهغې بدرګه کړ چې لاسته راوړنه ولرو، که همدا ډول یوه پېښه بلې پسې غندو هیڅ ګټه نه کوي.

لیکنه: عمران اشنا

The post که یوه موضوع سمه بدرګه کړو، پایله به ولري appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/afghanistan4/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading