بازتاب نیوز

اتمر:سوله د جمهوري نظام په چوکاټ کې غواړو

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر   محمد حنيف اتمر   د خپل کار په دفتر کې د جرمني له ځانګړي استازي  مارک پوتزل او د نوموړي هېواد له سفیر   پیتر پروګل سره وکتل.

د اتمر د مطبوعاتي دفتر د اعلامیې له مخې پوتزل د خپلو خبرو په ترڅ کې اتمر ته خبر ورکړ، چې هېواد یې د ښه نیت له امله د افغانانو د سولې په بهیر کې د همکارۍ پریکړه کړې ده.  محمد حنیف اتمر د جرمني له دې رول څخه هرکلی وکړ نومړي د جرمني ځانګړي استازي او ورسره ملګرو ته وویل چې جرمني د خپل مثبت نقش له مخې د افغانانو ستاینه او اعتماد تر لاسه کړی. په دې ناسته کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه هم خبرې وشوې، پ

ه دې لړ کې   اتمر وويل چې د اسلامي جمهوري نظام په چوکاټ کې سوله غواړو او ژر تر ژره يې د مستقیمو بین الافغاني مذاکراتو پر پیل ټینګار وکړ.

The post اتمر:سوله د جمهوري نظام په چوکاټ کې غواړو appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/اتمرسوله-د-جمهوري-نظام-په-چوکاټ-کې-غواړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading