بازتاب نیوز

د اصولي په انځور کې! محمد اسماعیل یون

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

کمال+ ناصر+ اصولي نن د هېواد د ولسي جرګې ریاست ته نوماند دی.یو عجیب ترکیب دی. د کمال او نصرت اصل په کې موجود دی او خپله هم د اصولو او پرنسیپ سړی دی، خو چې بیا یې هم د بریالیتوب پر وړاندې خنډونه دي، نو ستونزه په چا کې ده ؟ستونزه په هغه چا کې ده چې نه اصول مني نه کمال ،نه نصرت مني او نه هېواد او ملت. د ولسي جرګې په تېرو دوو دورو ټاکنو کې دا حقیقت یو ځل بیا په ډاګه شو چې چالاک ، متعهد او معامله ګر اقلیت هر وخت پر ساده ،متفرق او بې تفاوته اکثریت بری موندلی شي.د ولسي جرګې د مشرتابه لپاره په اوسنیو ټاکنو کې یو ځل بیا له دې ترخه واقعیت سره مخامخ یو.د قومي ترکیب له مخې پښتانه په ولسي جرګه کې د پخوانیو دوو دورو په انډول په ښه موقعیت کې دي.(۱۱۶) تنه نسلي پښتانه دي.په نازک ایتلاف او جوړجاړي سره کولای شي نه یوازې د مشرتابه څوکۍ، بلکې د ا کثرو کمېسینونو ریاستونه هم خپل کړي.خو تېرو تجربو ته په کتو او په ولسي جرګه کې د پیسو د وېش د دود کلتور له امله دا هیلې کېدی شي پوره نه شي.ډلې ډلې پښتانه وکیلان د اصولي د سیال کاندید په هوجرو او دېرو کې لیدل شوي دي.هغه په منطق ،اصولو او استدال کې تر اصولي ډېر کمزوری دی،خو د بې حسایه نا مشروع پانګې په زور کولای شي د اصولي طبیعي رایې یا منحرفې کړي او یا یې د ځان په ګټه را وڅرخوي.یو شمېر احتمالي پښتانه نوماندان به هم د سپینو او باطلو رایو په کارونې سره د اصولي د بریا چانس راکم کړي.سره له دې چې دې ډول ټولو نوماندانو ژمنه کړې وه که دویم پړاو ته هر څوک ووتل د هغه ملاتړ به کوو ،سپینه او باطله رایه به هم نه کاروو.خو د پنجشنبې ورځې په ټاکنو کې یې هم خپله دا ژمنه ماته کړه او هم یې له مقابل طرف سره د نصاب په ماتونه کې ونډه واخیسته.له دې لیکنې څخه هدف دادی چې د کمال ناصر اصولي په اوسني انځور او دریځ کې د ټول پښتون د سیاسي ژوندانه یو عمومي تصویر ښکاري.پښتون خپله د پښتون له لاسه ذلیل دی.اصولي دهېواد په لویو ملي سیاستونو کې ښه په نره ملي دریځ خپل کړی،هغه د افغانیت او اسلامیت د سترې داعیي د یو منطقي او حقوقي مدافع په توګه خپل هېوادنی رسالت په ښه توګه تر سره کړ، نو اوس د هر هېوادپال اوملتپال افغان مسولیت دی چې له اصولي سره په دې ټاکنیزه ملي مبارزه کې مرسته وکړي.مادي ،معنوي،اخلاقي او سیاسي هر ډول مبارزې ته اړتیا ده.راځئ چې سر له همدې شېبې یو ملي کمپاین پیل کړو، د خپل خپل ولایت وکیلان وڅارو، چا له مخالف کاندید سره لاره نیولې؟کوم کوم وکیل ترې پیسې اخیستي ؟کوم کوم وکیل هڅه کوي سپینه او باطله رایه وکاروي؟ او کوم احتمالي کاندیدان غواړي ټاکنې نورو پړاوونو ته بوځي؟راځئ سر له همدې شېبې له ټولو ممکنه لارو د هغوی مخه ونیسو، هغوی ته په ډاګه کړو چې موږ مو څارو.د اصولي بریا یوازې هغه پورې تړلې نه ده.دې سره ولسي جرګه خيل اصلي مسیر او اصولو ته لوېږي،د رشوتخورو مخه نیول کېږي.،ملي افغاني سیاست ته لاره اوارېږي.پښتون سیاسي قشر سیاسي بصیرت خپلوي،یوه قانوني قوه او سرچینه د عدالت د تامین مورچل ګرځي او ناکامي یې بیا برعکس جانبي عوارض لري.څلیریشت ساعته شعوري مبارزه د پنځو کلونو نېکمرغي تضمینوي. نور مو خپله خوښه.

The post د اصولي په انځور کې! محمد اسماعیل یون appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-اصولي-په-انځور-کې-محمد-اسماعیل-یون/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading