بازتاب نیوز

دفاع وزارت: کندهار کې د هوایي حملو پر مهال ۳۷ ترهګر وژل شوي، او ګڼې وسلې یې له منځه وړل شوې

٢٧ غويی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، په

کندهار ولایت کې یې د وسله طالبانو پر مرکزونو هوایي هدفمنده حملې ترسره کړې چې په

پایله کې یې ۳۷ وسله والو وژلي ۱۲ نور یې ژوبل شوي او په وسله پورې اړوندې ګڼې

وسلې او څو موټرونه له منځه وړل شوي دي.

 د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې په حواله دغه هوایي

حملې د کندهار ولایت د چینې ولسوالۍ په سرداغ، غوردنګ او ناوه سیمو او د یاد ولایت

په نیش ولسوالۍ کې پر وسله والو ترهګرو شوې دي.

خبر پاڼه زیاتوي یادو بریدونه د

مختار، هارون او محمد عیسي طالب ډلګۍ مشرانو په ګروپونو ترسره شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/20536

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading