بازتاب نیوز

امریکا او طالبانو د ډوډۍ پر مېز څه ویل؟

٢٧ غويی ١٣٩٨ بی بی سی

څو ورځې وړاندې د یو شمېر نورو رسنیو له خبریالانو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د خبرې پوښښ لپاره په دوحه کې وم. د تړلو دروازو تر شا د شپږم پړاو خبرې روانې وې.

په درېمه ورځ فضا یو ځل بدله شوه. زلمې خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل "د سولې د هر پړاو پایله دا ده چې د جګړې ټولې ښکېلې غاړې دې وسلې پر ځمکه کېږدي او دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه سلا وکړي او موږ تیار یو".

په ډېپلوماټیکه سیمه کې د درېیمې ورځ خبرې دوولس ساعتونه وغځېدلې.

قطر

د قطریانو ماښام په یوه ښایسته او نوموتي هوټل کې و، د طالبانو او امریکایانو لپاره یې ښه مېلمستیا برابره کړې وه، د عربي خوړو بوې دهلېز نیولی و او د بوفې ډوله ډک دیګونه بې له کوم ځنډه د مذاکرې له خونې نه د راوتونکو مېلمنو په تمه وو.

د شپې تر نهه نیمو بجو خبرې روانې وې. خو کله چې دروازه پرانیستل شوه، طالبانو مخ په بیرون مخه کړه، خپل ټیلېفونونه یې له هغو صندوقونو را وخیستل چې د قطري امنیتي کسانو لخوا ساتل کېدل او بیا د هوټل انګړ ته لاړل.

زه ساعتونه دې ته په تمه وم چې د طالبانو له مرکچې پلاوي سره د قطر د امنیتي کسانو له سترګو پټ خبرې وکړم.

د ښاغلي عباس ستانکزي په ګډون پنځه تنه نور طالب مرکچیان چې ورخطا او جدي ښکارېدل د هوټل د انګړ يوه څنډه کې سره را ټول شوي و او خپلو لوړ پوړو چارواکو ته یې غږیز پیغامونه لېږل" د نوي حکومت جوړول، د سفارت رامنځ ته کول... موږ داسې وویل، هغوی دا ډول وویل، هغه څه وو چې د دوی ترمنځ رد او بدل کېدل.

په غربي جامو کې ښځه

داسې برېښېده چې ښاغلي خلیلزاد په درېیمه ورځ طالبانو ته د مرکچي مېز پر سر ښه انتخاب وړاندې کړی و. د طالبانو استازي او امریکايي مرکچیان چې دوه پوځیان او یوه مېرمن له لنډو کالیو او د پښو په رنګ جورابې یې په پښو وې پر هغه مېز سره ګډ ناست وو چې له لسو ډولو نه زیات خواړه پرې اېښي وو.

دواړه لوري د ډوډۍ پر مېز، د جګړې له مېدان نه لیرې یو بل نه خوښ بریښېدل، د هوټل هغه کارکوونکي چې ډوډۍ یې پر مېزونو ویشله کېدای شي فکر به یې نه کاوه چې دا دواړه غاړې دې له دې ښایسته هوټل نه دوه زره کلومټره لیرې یعنې په افغانستان کې د یو بل پر وړاندې جنګېږي او د یو اوبل د وینو تږي به وي، یو امریکايي چارواکي د طالبانو د یوه مرکچي د خبرو په تاکید ویل "ستاسو نظر مې خوښ شو" او د طالبانو استازي ورته وویل" بیا ونه وایې چې موږ له ډیپلوماسۍ سره اشنا نه یو".

لږ وروسته مې د طالبانو له یوه مهم غړي چې په تېرو دوو ورځنیو ناستو کې یې ګډون درلود و پوښتل، هغه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل،" زموږ او د امریکايي پلاوي ترمنځ هېڅ ستونزه نه شته خبرې په ښه ډول مخ ته ځي.

ما د ښاغلي خلیلزاد د ټوېټر پیغام ته اشاره وکړه، هغه چې ویلي یې وو طالبان باید خپله وسله پر ځمکه کېږدي او ومې ویل چې بهر ټول اندېښمن دي چې خبرې له کوم خنډ سره مخ نه شي. خو هغه د خلیلزاد د ټوېټر بل پیغام ته اشاره وکړه چې ویلي یې وو د جګړې ښکېلې خواوې دې وسله پر ځمکه کېږدي، هغه د ویاړ په لهجه وویل دا بيخي د تعجب خبره ده چې یو امریکايی چارواکی اخر دې ته اړ کیږي چې ووايي دواړه غاړې باید وسله پر ځمکه کېږدي.

د طالبانو دغه استازي وویل، ښاغلي خلیلزاد" د خپلې تېرې ورځ تېروتنې د اصلاح لپاره" دغه پیغام لیکلی. او په معنا لرونکي خندا سره یې ورو وویل د خلیلزاد د ټوېټر او هغه څه چې موږ سره د مذاکرو پر مېز د خبرو ډول دی، توپیر لري.

د بغلان برید او د دوحې مذاکرات

طالبانو تل، په تېره بیا له پنځم پړاو خبرو وروسته د اوربند موضوع ته حساسیت ښودلی دی. د طالبانو او امریکايانو تر منځ د خبرو په څلورمه ورځ طالبانو د بغلان په زړه پلخمري ښار کې د پولیسو په قومندانۍ یو ډلیز برید وکړ. په دغه برید کې له سلو زیات امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

له بغلان نه کابو دوه زره کېلومټره لرې په دوحه کې د طالبانو یو مذاکره کوونکی مې ولید چې د لمانځه د وقفې پر مهال مخکې له دې چې د مذاکرې د مېز پر لور لاړ شي د بغلان د برېد خبرونه یې په یو شمېر خبرې سایټونو کې لیدل. طالبان په دې ډېر باوري دې چې په افغانستان کې د دوی د ډلې له خوا ورته بریدونه د مذاکرو پر مېز د دوی د پلاوي موضوع نوره هم قوي کوي.

له امریکا سره د خبرو بیا پیلېدل او په پسرلي کې د دې ډلې د عملیاتو زیاتېدل کېدای شي ډېرو ته په دې معنا وي چې طالبان سولې ته لېواله نه دي، خو د طالبانو یو شمېر په دې باور دي چې د جګړې زور اړین دی تر امریکایانو هغوی مهم وګڼي او غوښتنو ته یې غاړه کېږدي.

ښاغلي خلیلزاد د خبرو په شپږم پړاو کې د مذاکرو پر مېز داسې یو وړاندېز وکړ "ګوندې د تاوتریخوالي، جګړې ځای اوربند ونیسي". له دې وړاندې هم هغه تل په هر اړخېز اوربند ټینګار کړې و.

دغه امریکايي استازي ونه ویل چې نښتې باید د کومو شرایطو له مخې کمې شي او اوربند لپاره لار هواره شي.

دغه طرحه په افغانستان کې د طالبانو لپاره د امن ځایونو و ورکړې اټکل یو ځل بیا زیات کړی دی.

یو شمېر په دې باور دې چې د ښاغلي خلیلزاد موخه کېدای شي د سیمو او ولسوالیو په کچه اوربند وي او ورو ورو وغځېږي. طالبانو ته یوې نژدې سرچینې وویل د تاوتریخوالی د کمېدو یوه طرحه کېدای شي دا وي چې طالبانو په ښارونو کې خپلې کمې کړي. دې سرچینې تائید کړه چې له دې وړاندې هم د سیمې په کچه د اوربند خبره شوې وه، خو د دې سرچینې په باور د تاوتریخوالي کمښت به کېدای شي د اوربند په معنا نه وي.

د مذاکرو پرمهال په نړیواله موسسه برید

د طالبانو او امریکانو ترمنځ په دوحه کې د خبرو پر شپږمه ورځ طالبانو په کابل کې په یوه نړیوال بنسټ برید وکړ، په دغه برید کې پنځه تنه ووژل شول او له شلو زیات یې ټپیان کړل، طالبانو وویل چې د کونټرپارټ انټرنېشنل مؤسسې د امریکایانو د موخو لپاره په افغانستان کې څېړنه او فعالیت کاوه. دغه برید په هېواد او له هېواده بهر په ځانګړي ډول د امریکا غوسه را وپاروله خو د سولې خبرو پر بهیر یې اغېز نه لاره او خبرې لا یوه بله ورځ هم وغځېدې.

سره له دې چې په دغو مذاکراتو کې افغانستان هره ورځ د بریدونو او نښتو شاهد و، خو دواړو خواوو په ډېره نرمۍ سره له یوبل سره د خبرو له لارې شپږم پړاو پای ته ورساوه.

ښکاري چې طالبان او امریکان تر ډېره په دې خبرو سره په ځينو برخو کې یو بل ته تېر شول او هغه د اختلاف نظرونه یې چې سره لرل حل شول، خو اوس داسې انګېرل کېږي چې طالبان دې ته اندېښمن دي چې دوی به په افغان دولت کې مدغم شي او یا افغان دولت په طالبانو کې خو داسې ښکارې چې طالبان په دې لټه کې دي چې په ځانکړي ډول له امریکا دا ضمانت واخلي چې په افغانستان کې د جګړې میدان پرېږدي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48307037

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading