بازتاب نیوز

د طالبانو د بریدونو زیاتوالي «روسیه» اندېښمنه کړې

٢٧ غويی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د طالبانو چټک پرمختګ او د تېرکال په پرتله د بریدونو زیاتوالي د افغانستان په ګاوند کې پروت هیواد «روسیه» اندېښمنه کړې.

د روسیې د مرکزي ځواکونو یوه قوماندان «الکساندر لاپین» تېره ورځ یوې نظامي ناستې ته په خبرو کې ویلي چې؛ د تېر کال په پرتله سږ کال د طالبانو په بریدونو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې د جدي اندېښنې وړ دی.

لاپین وړاندې زیاته کړه « د افغانستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابۍ لور ته روان دی او ليرې نه ده چې دا حالت تر ۲۰۲۰م کال پورې په یو بحران بدل شي.»

د لاپین په وینا؛ په افغانستان کې په طالبانو سربېره داعش ډلې هم خپل فعالیتونه زیات کړي او شمېر یې له ۱۹۰۰ جنګیالیو څخه ۶۰۰۰ ته رسېدلی چې دا د تېر ۲۰۱۶م کال په پرتله درې چنده لوړ دی.

لاپین؛ په ځینو سیمو باندې د ګډ حکومت نه کنټرول د اندېښنې وړ وباله چې په وینا یې؛ ترورستان له همدې کمزورۍ څخه په ګټه اخستلو خپل فعالیتونه غزوي.

یاده دې وي چې؛ روسیه داسې مهال په افغانستان کې د طالبانو په بریدونو اندېښنه ښيي چې؛ د ګډ حکومت یو شمېر چارواکي یاد هیواد تورنوي چې؛ له طالبانو سره مرستې کوي او استخباراتي مالومات ورسره شریکوي.

روسیه هم یاد تور مني او د یوه نظامي او سیاسي ځواک په حیث له طالبانو سره اړیکې د خپلو اندېښنو د لیرې کولو او کورني امنیت د خوندي ساتلو لپاره اړینې بولی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/144818/%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D8%A8%D8%B1%DB%8C%D8%AF%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%B2%DB%8C%D8%A7%D8%AA%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%8A-%D8%B1%D9%88%D8%B3%DB%8C%D9%87-%D8%A7/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading