بازتاب نیوز

د پارلمان مشری د چا حق دی؟

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د نړی د آزادو او خپلواکو هیوادونو د پارلمان مشری ته د پارلمان د غړو او یا پیاوړو ډلو له خوا هغه څوک کاندید کیږي چې دوه دری لسیزی یې په سیاست کي ژوند کړی وي ، د نړی او هیواد له سیاست سره ښه بلد وي ، خپل کلتور ، عقیدی او باورونو ته ژمن وي په معیاری پوهنتونونو کې یې د سیاست ، دیپلوماسی ، حقوقو ، اقتصاد ..او ټولنپوهني په څانکو کې یوه دوی دوکتوراګانې اخیستي وي ،

ملت ته یې امتحان ورکړی او د خپل ملت د د سرلوړی لپاره هری قربانی ته چمتو وي ، خپل اولس او هیواد تر بل هر تړاو ورته مهم وي ، نه د قوم پالني پروا لری نه د ژبی ،سمت او خپلو ګټو .

ایا دا اوسنی کاندیدان څه وړتیاوي لری ؟ او د هیواد کوموارزښتونو ته ژمن دی ؟ کومه سیاسي تجربه او سابقه لری ؟ له کومي پوهنځي فارغ دی ؟؟ 

نو زما په ګمان چې دتیر په شان به همداسی تیر دشي ،موږبه یو ناروغه ، د قوم پالني او ژب پالني په ډنډ کي دوب پارلمان ولرو چي نه به د هیواد ګټو ته ژمن وي او نه هم د ملت ارادي ته ..

لیکنه: محمد شفيق

The post د پارلمان مشری د چا حق دی؟ appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-پارلمان-مشری-د-چا-حق-دی؟/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading