بازتاب نیوز

د کابل د ۵ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ماین چاودنې یو کس وژلی

٢٧ غويی ١٣٩٨ آریانا نیوز

د کابل ښار د ۵ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ماین چاودنې د یوه کس خوږ ژوند اخیستی دی.

د پېښې په ځای کې خلک وایي، چې پېښه په یوه سراچه ډوله موتر کې د نښلیدونکي ماین له چاودنې رامنځته شوې ده.

ویل کیږي، چې د نمبر پلیت له مخې دا یو دولتي موتر دی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه ندی اخیستی.

پولیسو هم تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/o-uoou-127/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading