بازتاب نیوز

هلته ډم خانو کې په څو ډمو دنیا لړزي

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

تیر مې کړل د تورو لړمانو تور سرونه

وینې پکې تورې شوې، عاصي شول پرهرونه

څه سپېره غربت سپېرې، سپېرې کانې را وکړې!

څه خوږو یارانو رانه واړول مخونه

هلته ډم خانو کې په څو ډمو دنیا لړزي

دلته پروا نه کوي که وران شي جماعتونه

زه د یو ناکام فلم ناکام هلک ژړن هلک!!!

هر وختې مې سترګو ته نيولي وي لاسونه

ښه شوه، ډېره ښه شوه چې په حولا نه شوې کاپره

ځه ورځۀ، ورځۀ په مخ دې تک سره سپین ګلونه

های؛ زما د خام عمر او دا درانه کارونه

ای هی، ډېر افسوس هغه لوستلي کتابونه

جار یوسفه! شنه مې شول هډوکو کې دردونه

جار یوسفه! ورک مې دي له سترګو نه خوبونه

یوسف ارمان

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/هلته-ډم-خانو-کې-په-څو-ډمو-دنیا-لړزي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading