بازتاب نیوز

یو جهان دی…

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

یو جهان دی، نه ښکاریږي

یوه خدایه څه به کیږي

یوه ځمکه ده، ګډیږي

یو اسمان دی او زنګیږي

یوه شمع ده، بلیږي

یوه اوښکه ده، څڅیږي

یو دریاب دی، بس بهیږي

یو کتاب دی، نه خلاصیږي

یو ګلاب دی او غوړیږي

یوه غزله ده، غږیږي

یوه مینه ده، شرنګيږي

يوه نشه ده، نه ختمیږي

یو سړی دی، نه هیریږي

یو عاشق دی، نه مړیږي

یوه معما ده، نه سپړيږي

یو مشکل دی، نه حلیږي

جمالزیه داد يې واخله

يو” اقبال” په دې پوهیږي

ګردیز جمالزی

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/یو-جهان-دی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading