بازتاب نیوز

رویا رحماني: واشنګټن د افغان حکومت په تېارو کي خوشي کړی

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

په واشنګټن کي د افغان سفیري، رویا رحماني، خبریالانو ته ویلي دي چي واشنګټن د طالبانو سره د خبرو په هکله د کابل حکومت بې خبره ساتلی دی. رحماني وايي د دې بېره سته چي د امریکا پلان به د جنګ په ډګرونو کي طالبان لا باجراته کړي، او د غني پر محاصره سوي حکومت به فشار لا زیات کړي.

سفیره رویا وايي:

«د افغان حکومت باور لري چي د خلیلزاد د خبرو په اړوند په کافي اندازه معلومات نه دي ور سره شریک سوي. که چیري د سولي یوه دومداره معامله غواړو، نو دا کار د افغان ولس له حضوره پرته نه سي ترلاسه کېدلای.» رویا رحماني دوام ورکوي او وایي،«طالبان په کوم اساس د ۳۵ میلونو افغانانو په نمانیده ګي د سولي مذاکرات کوي؟ هغوی زموږ حکومت نه دي. هغوی زموږ استازي نه دي.»

واشنګټن ټایمز د مې ۱۶ لیکي خو طالبان نه غواړي چي د افغان حکومت سره خبري وکړي، او نامشروع او ګوډاګی يې بولي. اخبار لیکي ټرمپ غواړي چي د طالبانو د سفرونو، ټرانسپورټ، او نور مصارف د پنتګان له بودجې څخه ورکړي، خو د کانګرس د تخصیص جرګګۍ د ټرمپ د ادارې دا غوښتنه ور رد کړه.

واشنګټن ټایمز لیکي ځیني نقادان وايي چي ټرمپ ته باید کریډیت ورکړه سي، ځکه هغه پدې وتواندی چي طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي. خو رویا رحماني وايي:

«طالبان له تشدده د فشار د الې په توګه کار اخلي. د امریکا سره خبري د هغوی د جنګیالیو روحیات لا جګ کړي دي.»

واشنګټن ایګزامینر: ټرمپ باید امریکایانو ته د افغان د جنګ په اړه حقیقت ووايي

واشنګټن ایګزامینر د مې پر ۱۵ مه پخپله سرمقاله کي لیکي که څه هم یو حکومت تل څه مخفکاري ته اړتیا لري، خو د ښاریانو رضایت هم باید ترلاسه سي،‌ او دا کار هله کېدلای سي چي حکومت د خپلو ښاریانو سره د حقیقت زیاته برخه شریکه کړي.

د یوه حکومت په ګردو اقداماتو کي جنګ تر ټولو مهم امر دی، نو لهذا د جنګ په مورد کي زموږ سیاسي مشرتوب باید زموږ سره رشتین او شفاف واوسي.

خو د ټرمپ حکومت د افغان د بې پایانه جنګ په اړه د امریکایانو سره رشیتن او شفاف نه دی. او بده لا دا چي شفافیت او صداقت ورته بلا او ببو ښکاري.

امریکایان حق لري چي پدې پوه سي چي زموږ عسکر چیري موفق دي، او چیري ناکامه دي. خو دا کار نه کېږي. د دفاع وزارت له امریکایانو، ژورنالیسټانو، او مبصرینو څخه معلومات پټوي. پنتګان نه غواړي چي سیګار ته معلومات ورکړي. پنتګان نه غواړي چي سیګار ته ووايي چي د افغان حکومت پر څونه مځکه باندي کنټرول لري. د سیګار مشر شکایت کوي چي د ټرمپ د راتګ سره سم تقریبا هر څه سري او محرمانه سوي دي.

د جنګ او سولي په برخه کي باید پنتګان او ناټو فیصله و نه کړي، بلکي دا د کانګرس او خلګو د مسولیت ساحه ده. جمهورریس ټرمپ د رشتیا او شفافیت سره حساسیت لري. خو د ټرمپ دا رویه یو غیر امریکايي سلوک دی.

زموږ اساسي قانون د جنګ کولو صلاحیت کانګرس ته ورکړی دی، ځکه چي کانګرس د خلګو نماینده ګي کوي. که چیري د جنګ په هکله د کانګرس او خلګو سره معلومات شریک نه سي، نو بیا دا جنګ د اساسي قانون خلاف دی.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/رویا-رحماني-واشنګټن-د-افغان-حکومت-په-تې/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading