بازتاب نیوز

اتمر: په ټاکنیزو چارو کې د حکومتی مسوولینو لاسوهنه ناقانوني ده

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد حنیف اتمر د مطبوعاتو دفتر وايي، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر ښاغلي اتمر په کابل کې د میدان وردګو ولایت د ولسي جرګې له یو شمیر معترضو نوماندانو سره وکتل.

سرچینه زیاتوي، دوي وویل، چې د شکایتونو کمیسیون ولایتي دفتر د میدان وردګو ولایت تر پنځه اویا سلنې رایې د درغلیو له امله باطلې اعلان کړې وې، خو د حکومت د لوړ پوړو چارواکو د فشارونو له امله مرکزي کمیسیونونو د میدان وردګو ولایت وروستۍ لست اعلان کړ. دوی د ولسي جرګې د ټاکنو پر بهیر نیوکې درلودې او د خپلو ملاتړو په استازیتوب یې وویل، چې خلک پر ټاکنیز بهیر بې باوره شوي دي.

د دفتر له خوا په دې اعلامیه کې ویل شوي، اتمر په ټاکنیزو چارو کې د حکومتي مسوولینو لاس وهنه غیر قانوني اقدام وباله او له معترضو نوماندانو یې وغوښتل، چې ټول اسناد او شواهد ترتیب کړي ترڅو اړوندو مراجعو ته ورسول شي. نوموړي د ولسي جرګې د یادو معترضو نوماندانو له قانوني غوښتنو څخه ملاتړ وکړ.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/اتمر-په-ټاکنیزو-چارو-کې-د-حکومتی-مسوولی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading