بازتاب نیوز

 زابل د پوهنې ستوري سیالۍ ازموينه واخیستل شوه .

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

دنجم د ولایتي ادارې له لوري د زابل د پوهنې ستوري علمي سيالۍ ازموينه د دې ‏ولایت د پوهنې محترم رياست سره په همغږي واخيستل شوه په یاده سيالۍ کې هدف د ‏ځوانانو خصوصاً د ښوونځیو متعلیمنو د کتاب او مطالعې د فرهنګ سره اشنا کول وو.‏

د زابل د پوهنې ستوري سیالۍ کې د زابل ولایت مرکز قلات ښار اړوند د ټولو لېسو ‏څخه په لسګونو متعلیمنو هم له نارينوو او هم له ښځينه وو له جملې ګډون کړی وو. په ‏یاده علمي سيالۍ کې، چې هر کس نوم لیکنه کړې وي او کتاب ئې مطالعه کړی وي هغه ‏ګټونکی دی، ځکه د کتاب په يو ځل لوستلو به ئې ډېر څه زده کړي وي او د مطالعې د ‏فرهنګ سره به اشناشوی وي ؛ خو د لومړي درجې څخه بيا تر لسم درجې پوري ګټونکو ‏ته تحفې هم په نظر کې نيول شوي دي،چې په راتلونکي کې به په يوه لويه غونډه کې د ‏نتایجو د اعلان سره سم خپلي ټاکلي تحفې ورکړل شي .‏

د ښځينوو او ناررینوو څخه په بېل بېل ډول (د ښځينوو متعلیمینو څخه د بي بي خالا ‏لېسې په انګړ کې او د نارينوو متعلیمينو څخه د شيخ متي بابا عالي لېسې د لوبو په ‏ميدان کې ازموینه واخيستل شوه) .‏

د زابل د نجم ولایتي اداره وايي، هوډ لري ،چې د پوهنې په برخه کې د پوهنې محترم رياست ‏سره په همغږۍ ورته علمي پرګرامونه نور هم په لاره واچوي تر څو د زابلي ځوانانو علمي ‏سطحه لوړه شي او د نورو ولایتونو سره په علمي ډګر کي سيالي وکړای شي.‏

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/زابل-د-پوهنې-ستوري-سیالۍ-ازموينه-واخی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading