بازتاب نیوز

نامتو چیني الاصله مهندس امریکا کې مړ شو

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د امريکا خبري رسنيو د مې په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا ډېر نامتو چيني الاصله مهندس ايېح مينګ پې چې ۱۰۲ کلن عمر يې درلود، د نيويارک په يو روغتون کې د ناروغۍ له مله له نړۍ نه خپلې سترګې پټې کړې.

د چین نړیوالې راډیو په وینا؛ ايېح مينګ پې په ۱۹۱۷ کال کې د چين په ګوانګ جو ښار کې زېږېدلی، د ۲۰مې پېړۍ په ۳مه لسيزه کې امريکا ته تللی او په وار سره يې د امريکا د دوو مشهورو پوهنتونونو په ساختماني څانګه کې زده کړه کړې.

د پاريس د لووري ماڼۍ په وړاندې پروژه، په هانکانګ کې د چيني بانک وداني او په سو جو ښار کې نوی موزيم وداني د نوموړي له مشهورو اثارو څخه ګڼل کېږي.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/نامتو-چیني-الاصله-مهندس-امریکا-کې-مړ-شو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading