بازتاب نیوز

داوودزي د افغان سولې په اړه له هندي چارواکو سره ولیدل

٢٧ غويی ١٣٩٨ طلوع نیوز

 

د افغان ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي نوي ډيلي ته په سفر کې د دغه هېواد له لومړۍ وزیرې سوشما سواراج سره د افغان سولې بهیر په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي داوودزي د هند د ملي امنیت شورا له سلاکار اجیټ ډوال سره هم ولیدل.

په دغې لیدنه کې دواړو لورو د سولې په بهیر کې د سیمه‎ییزو هېوادونو پر ونډې او اهمیت بحث وکړ.

ښاغلي داوودزي په دغې لیدنه کې د افغان سولې په بهیر کې د سیمه‎ییزو هېوادونو په ځانګړې توګه د هند ونډې او اهمیت د ټینګار ترڅنګ وویل چې دغه بهیر د افغان حکومت په مشرۍ او حاکمیت په مخ بیول کېږي.

بلخوا ښاغلي ډوال هم څرګنده کړه چې افغانستان کې جګړه د حل لار نه ده او دا ستونزه باید د افغان حکومت په مشرۍ او حاکمیت د مستقیمو مذاکراتو له لارې حل شي.   

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/%D8%AF%D8%A7%D9%88%D9%88%D8%AF%D8%B2%D9%8A-%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D9%BE%D9%87-%D8%A7%DA%93%D9%87-%D9%84%D9%87-%D9%87%D9%86%D8%AF%D9%8A-%DA%86%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%88-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D9%88%D9%84%DB%8C%D8%AF%D9%84

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading