بازتاب نیوز

ټرمپ د کډوالۍ د نوي سیستم جزیات اعلان کړ

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د امریکا ولسمشر د ګرین کارت  یا کډوالۍ  په موجود سیستم  کې د بدلون راوستو په خاطر  د جوړ کړی د کډوالۍ د  نوي سیستم جزیات اعلان کړل.

ډونالډ ټرمپ وویل چې  نوی  سیستم  د لیاقت په اساس د کډوالۍ سیستم  دی.

هغه  د نوي سیستم  په اړه د سپینې ماڼۍ په باغچه کې خبري غونډې ته معلومات ورکړل.

ټرمپ زیاته کړه چې د هر څه نه مخکې په نوي سیستم  د امریکايي کارګرانو ګټو ته  لومړیتوب ورکړل شوی دی. په نوي سیستم کې به تر ټولو زیات  د امریکايي کارګرانو حقونه  خوندي شي.

نوموړی همداراز ویلي چې د امریکا د کډوالۍ موجود قانون په اصل کې د انسان د قاچاق لپاره فرصتونه وړاندې کوي. په نوي سیستم کې به امریکا ته  د مجرمینو  او په غیرې قانوني کړنو  تورنو کسانو د راننوتو  مخه ونیول شي.

هغه وویل د کډوالۍ دا نوی  سیستم  به  یو ډیر عادله سیستم وي. دم ګړۍ په هیواد کې د موجودو کډوالو ۶۰ سلنه  د خپلولۍ د اړیکو په استناد  پرته ددې چې انتخاب شي راغلي دي. ۲۲ سلنه بیا  د ګرین کارت د لاتري په پایله کې راغلي دي.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ټرمپ-د-کډوالۍ-د-نوي-سیستم-جزیات-اعلان-کړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading