بازتاب نیوز

ننګرهار والي: ډیر ژر به په بټي کوټ کې هر اړخیزې پروژې تطبیق شي

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ننګرهار والي بټي کوټ ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ ولس ته د امنيت او بيا رغونې په برخه کې د تازه اقداماتو تر سره کولو ډاډ ورکړ.

ننګرهار رسنیز دفتر وايي، والي شاه محمود مياخيل د ملي امنيت رئیس تورنجنرال نظر علي واحدي او امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز په ملتيا بټي کوټ ولسوال ته سفر وکړ او د يادې ولسوالۍ خلکو ته يې د غونډې په ترڅ کې د امنيت او بيا رغونې په برخو کې د تازه اقداماتو پيلولو څخه خبر ورکړ.

غونډه، چې د غويي په ۲۷مه د بټي کوټ ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه، پر مهال يې د يادې ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، قومي مخورو، علماء کرامو، ځوانانو او د سيمې نورو اوسيدونکو په کې ګډون کړی و.

د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند د دې ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب له ننګرهار والي، ملي امنيت رئیس او امنيه قوماندان مننه وکړه، چې دې ولسوالۍ ته يې سفر وکړ او له نږدې د ولسونو ستونزې او غوښتنې واوريدې.

نوموړي د دې ولسوالۍ ښوونکو ښارګوټي د چارو وروستي کولو، غصب شويو ځمکو خلاصون او د امنيت په تامين کې د لا ښې پاملرنې غوښتنې وکړې.

قومي مخورو ډاکتر محمد صديق مومند ، معلم شير عالم او حاجي صفت الله د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې بټي کوټ يو مهال د وسله والو مخالفينو په مرکز بدل شوی و، چې ټوله سيمه يې نا امنه کړې وه؛ خو د ولايت مقام رهبرۍ او امنيتي ځواکونو په هڅو دغه ولسوالۍ له وسله والو مخالفينو پاکه شوه او نن يې خلک په ثبات کې ژوند کوي.

دوی دې ولسوالۍ ته د نورو سيمه يیزو پولیسو په ورکړې، غصب شويو ځمکو خلاصون، د پرمختيايي پروژو تطبيق او ځوانانو ته د کار زمينې برابرولو کې غوښتنې وکړې.

د علماو شورا رئیس زر معصوم خوشحال، حاجي نورمحمد او عبدالبصير منظور د علماء کرامو امنيت تامين ته د پاملرنې، په دې ولسوالۍ کې د CBARD، SNaPP2 پروژو، ولسي تړون ملي پروګرام فعاليت پيلولو او د کانال فارمونه د دې سيمې خلکو ته په اجاره ورکولو کې وړانديزونه وکړل.

سرچینه زیاتوي؛ شاه محمود مياخيل د بټي کوټ ولسونو د يووالي او قربانيو ستاينه وکړه، چې امنيتي ځواکونو سره يې په همکارۍ له خپلې سيمې وسله وال مخالفين وويستل او اوس د خپلو سيمو په ساتنه کې حکومت سره همکاري کوي.

نوموړي وويل، چې ډېر ژر به د روغتيا، کرنې، کانال، حج اوقافو، کليو پراختيا او نورو سکتوري ادارو مسئولينو دې ولسوالۍ ته راوليږي؛ ترڅو د خلکو ستونزې معلومې او په مهمو برخو کې پروژې تطبيق کړي.

ده وويل:

(( الله پاک هيڅکله د هغه قوم حالت نه بدلوي؛ ترڅو يې چې خپل حالت په خپله بدله کړی نه وي، زه له تاسو هيله لرم، چې خپلمنځي يووالی وساتئ او د خپلو سيمو په ثبات کې له حکومت سره لا ښه همکاري وکړئ…))

هغه زياته کړه، چې وسله وال مخالفين ناتوانه او مات شوي، د دوی له شتون څخه يې ټولې سيمې پاکې کړي او اوس يواځې بې ځايه تبليغات کوي، چې ولسونه بايد د هیڅ ډول ويرې احساس ونه کړي.

والي وويل، له چا سهم نه اخلي، چاته سهم نه ورکوي، د هر ډول فساد مخه نيسي او د غاصبينو او مفسدينو پر وړاندې يې جدي مبارزه پيل کړې، چې په ټول توان سره به يې مخنيوی تر سره کړي.

نوموړي وويل، چې علماء کرام زمونږ د ټولنې عزتمن خلک دي، په هيڅ ډول د دوی ترور او سپکاوی ورته د زغملو وړ ندی او هڅه يې پيل کړې، چې د علماء کرامو د ترور مخنيوي ترڅنګ هغه حلقې او ګروپونه ونيسي، چې د علماء کرامو په وژنه کې لاس لري.

امنیه قومندان، مبارز

د سرچینې په وینا، والي شاه محمود مياخيل وويل، چې د اچين او بهر اباد ښارګوټي رسماً پرانیستل شول او کله، چې د بټي کوټ د ښوونکو ښارګوټي پاتې چارې وروستۍ شي؛ نو په شفاف ډول به ښوونکو ته په کې نومرې وويشل شي.

ده همدا راز د بټي کوټ ولسونو ته د پاکستانۍ ويزې او نورو ستونزو حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ننګرهار ملي امنيت رئيس تورنجنرال نظر علي واحدي د بټي کوټ ولسوالۍ په تېر امنيتي وضعيت او وروستيو تحولاتو رڼا واچوله او د بټي کوټ له ولسونو يې مننه وکړه، چې د نظام ملاتړ يې وکړاو د مخالفينو په ويستلو کې يې امنيتي ځوکونو سره همکاري وکړه.

نوموړي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې وسله وال مخالفين نشي کولی، چې نور دې ولسوالۍ ته ګواښ پېښ کړي او ډاډ يې څرګند کړی، چې امنيتي ځواکونه به په پوره ميړانې سره د ولسونو د سرومال ساتنه وکړي.

هغه وويل، چې له خپلې خاورې څخه دفاع شرعي مسئوليت دی او د همدې مسئوليت له مخې د ننګرهار ټولو ولسونو ته ډاډ ورکوي چې په امنيت او سکون کې ژوند وکړي او هغه کسان له خپلو سيمو څخه وباسي او يا يې امنيتي ځواکونو ته وسپاري، چې د تخريبي کړنو نيت لري.

ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز وويل، چې پولیس ملي ګټو ته ژمن دي او هيچا ته به د تخريبي کړنو، غصب او هيڅ ډول فساد کولو اجازه ور نه کړي.

هغه همدا راز وروستيو پېښو ته په اشارې سره وويل، چې په دې ولايت کې وسله والو مخالفينو ماتې خوړلې؛ خو ځينې پېښې د شخصي ګټو په موخه رامنځته کيږي، چې امنيتي ځواکونه به يې پر وړاندې غوڅ اقدامات تر سره کړي.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ننګرهار-والي-ډیر-ژر-به-په-بټي-کوټ-کې-هر-ا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading