بازتاب نیوز

بې‌ځایه تمه / ضمیر صافی

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ځینې خلک په چلند، اخلاقو او رویه کې له پرېمانه ستونزو سره-سره بیا هم له نورو جدي غوښتنه لري چې احترام یې وشي.

په دې برخه کې ځینې ښځینه د یادولو دي. که دوی هر ډول ستونزې ولري، خو خپل جنسیت ورته داسې ښکاري چې نور یې باید او شاید ټولې ستونزې معاف کړي، ځکه د دوی په گمان که یوه ښځه ښه چلند نه‌کوي، خو د خپل جنسیت لپاره باید ورسره ښه چلند وشي.

همداراز، د ځینو مشهورو کورنیو غړي که په هر ډول فساد کې ککړ واوسي، خو بیا یې هم تمه دا وي چې نور خلک یې باید د کورنۍ په خاطر له تېروتنو سربېره ومني او متقابل احترام یې وکړي.

همدا کټگورۍ نور خلک بیا د یوې سیمې، ژبې، تابعیت، رنگ، قد، اندام او… نورو په خاطر بې‌ځایه تمه او هیله لري چې پاتې خلک یې باید ومني.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/بې‌ځایه-تمه-ضمیر-صافی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading