بازتاب نیوز

د داعش مهم قوماندان ابو ذر د خپلو اتو ملګرو سره ووژل شو

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د داعش وسله والې ډلې مهم قوماندان ابوذر د خپلو اتو ملګرو سره د بې پيلوټه الوتکې په يو هوايي بريد کې ووژل شو.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې ابو ذر د خوږياڼو په لرو پرتو سيموکې تخريبي کړنې تر سره کولې او په يو شمېر پېښو کې يې بې ګناه ملکي وګړي شهيدان او ټپيان کړی و.

پر نوموړي تېره ورځ په داسې وخت کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی، ور سره يې نورو اتو ملګرو هم شتون درلود او ټول ووژل شول، چې په دې سره ياده سيمه د دوی له تخريبي کړنو او ظلمونو څخه خلاصه شوه.

په دغه بريد کې امنيتي مسئولينو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-داعش-مهم-قوماندان-ابو-ذر-د-خپلو-اتو-مل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading