بازتاب نیوز

له هر څه لومړی افغانستان/فرهاد زهیر

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

که په مشرقي ولایتونو کې کلدارې مخالفت کوئ، نو کابل کې په دالرو راکړه ورکړه سره هم باید مخالفت وکړئ، ځکه دا افغانستان دی او زموږ د وطن کرنسي افغانی ده.

۲۰۱۰ کال کې د ایران، تهران ښار ته زه تللی وم. ما هلته سلواکیا ویزې لپاره سلواکیا سفارت کې Apply وکړه. سلواکیا سفارت خپله ویب پاڼه کې ویزې فیس ۸۰ یورو لیکلي و، ما هم ځان سره یورو وړي وې. کله چې رانه فیس غوښتنه وکړه، ما ۸۰ یورو ور وړاندې کړې. هغوي ویل، لاړ شه بانک ته او دا یورو ریال (تومن) ته واړوه، ځکه دلته قانون دا دی، چې ټول سفارتونه د ایران حکومت په امر راکړه ورکړه په ایراني تومن باید ترسره کړي.

په هر حال،خدای ج دې ټولو ته اجرونه ورکړي، چې جمعیت اصلاح ته چندو کې دالر اچوي. خو محترم مولانا صبور نه مو هیله ده، چې ټولو ته لود سپیکر کې اوچت غږ ووايي یا فیسبوک کې ولیکي: چندو کې د دالرو معادل افغانی اچوئ، او دا دکافرو لوټونه نه ځانونه وساتئ. لکه ځنې ملایان وايي، ږیره پریښودل سنت ده. که څوک یې وهي دا د هغه شخصي ګناه ده، خو نور دې ږیره خریلو ته نه تشویق کوي. اوس جمعیت اصلاح دې هم خلک په دې دالرو عکسونو نه تشویقوي، چې د افغانیو په ځای دالر چندو کې رواج کړي.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/له-هر-څه-لومړی-افغانستان-فرهاد-زهیر/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading