بازتاب نیوز

د ميرمنو د وزن کمولو لپاره ګټوري لارښوني

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

غذايي رژيم او ورزش کول کيداي سي د ميرمنو لپاره د وزن کمولو اصلي لامل وي خو بايد ډير دقت وکړئ ځکه ځيني نور لاملونه هم سته چي د ميرمنو په وزن کمولو کو زيات اغيزمن دي. مطالعاتو ښودلي ده هغه ټول عوامل چي د خوب څخه نيولي تر سټريس يا فشار پوري پر لوږي، ميتابوليزم، د بدن وزن، د نس وازدي باندي تاثير لري.

په دغه مطلب کي مو ستاسو لپاره د وزن کمولو لپاره ځيني لارښوني راخيستي دي چي په دي ډول دي:

۱- په زياته اندازه اوبه څښل: د زياتو اوبو څښل دوزن کمولو لپاره يوه اسانه طريقه ده. د وزن کمولو لپاره د يوي څيړني له مخي ۵۰۰ ملي ليتره اوبه څښل د مصرف سوي کالوري تعداد په سلو کي ۳۰ سلنه ډيروي. همدارنګه د خوړو د خوړلو څخه مخکي اوبه څښل د وزن کمولو سبب کيږي.

۲- زيات پروټين مصرف کړئ: هغه غذايي مواد چي پروټين لري لکه: غوښه، هګي، شيدي، مستي، ماهيان او داسي نور….ديو ښه غذايي رژيم برخي دي په خاصه توګه بيا هغه وخت چي تاسو دغه رژيم د وزن کمولو لپاره وي. ځينو څيړنو ښودلي ده چي دغه ډول پروټين لرونکي غذايي مواد ستاسو اشتها کموي.

۳- د خوب لپاره منظم مهالويش جوړول: په کافي اندازه خوب کول د ورزش او غذايي رژيم په څير د وزن په کمولو کي رول لری ځکه په کافي اندازه د خوب نه کولو له کبله د لوږي زياتيدو هورمون په چټکي سره ترشح کيږي. او د ميرمنو لپاره په شپه کي حداقل ۷ ساعته خوب کول په ۱۰۰ سلنه کي ۳۳ سلنه د هغوي د وزن د کميدو احتمال سته.

۴- استريس يا ذهني فشار مو په خپل واک کي ولري: څيړنو ښودلي ده چي د ډير ستريس له کبله کيداي سي ستاسو وزن زيات سي ځکه ډير سټريس کيداي سي ستاسو اشتها ډيره کړي او زيات خوراک وکړئ. ورزش کول، د ملګرو يا د کورني د غړو سره خبري کول، عبادت کول او دي ته ورته نوري لاري چاري دي چي ستاسو سټريس کم سي.

۵- د زيات فيبر لرونکي خوړو څخه استفاده وکړي: هغه غذايي مواد د وزن کمولو لپاره وخوري حي د ډير فيبر لرونکي وي ځکه چي دغه غذايي مواد تاسي تر ډيره وخته ماړه ساتي او تاسي بيا د ډير وخت لپاره د لوږي احساس نه کوئ. سبزيجات، حبوبات، غلي داني د ډير فيبر درلودونکي دي چي کولاي سزسي ددغه خوړو څخه د يو غذايي رژيم په توګه د وزن په کمولو کي ګټه واخلئ.

ژباړه: عایشه عزیزي

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-ميرمنو-د-وزن-کمولو-لپاره-ګټوري-لارښون/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading