بازتاب نیوز

حوصله څنګه پياوړی کړو؟

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

انسان فطرتي کمزوري دي، ډېري وخت ډير پوه خلګ په يوه معمولي خبره خپله حوصله له لاسه ورکوي، خو د يو نالوستي انسان په پرتله پوه او لوستي انسان کولاي سي ډير ژر څپل حساسيت تر خپل کنټرول لاندي راولي.

د خپلي حوصلي د زياتولو لپاره دغه لارښوني عملي کړئ:

۱- زغم ولري: پرته له يوه الله ( ج) چي په يو حال دي نور هر څه بدلون مومي، نو تاسي بايد زغم ولرئ هر هغه څوک چي په دي پوه سي هغه په ډيري اساني سره کولاي سي چي په خپلو خيالاتو او روح کي هماهنګي پيدا کړي، دوي کولاي سي چي په سړه سينه صبر وکړي او خپل احساسات کنټرول کړي، همداسي هر څوک کولاي سي خپله حوصله پياوړي کړي.

۲- مشکلات درک کړي: هر هغه څه چي تاسي بي حوصلي کوي تر هر څه دمخه بايد هغه درک کړي، له هغه نه وروسته کله چي تاسي په خپل ځان دغه وجه درک کړه په اتومات ډول ستاسي روح سکون مومي، کله چي روح ارامه وي نو تاسو خپلو ټولو ستونزو ته د حل لاري لټولاي سي.

۳- خپله بي حوصلګي ومني: ډير داسي خلګ سته چي کم حوصله وي او پر ځان يي هم نه راولي، چي زه بي حوصلي يم، نو دا ډول خلګ چي خپلي نيمګړتياوي نه مني، په حقيقت کي هغه نه غواړي چي په ټولنه کي دي د يو ښه انسان په توګه مطرح سي، دا ډول خلګ د خپل ځان او شخصيت دښمنان وي، دغه ډول خلګو ته چي د حوصلي ضرورت پيښ سي، په دغه وخت کي دوي ناکامه سوي وي، پر دي اساس په دغسي وخت کي د انسان وړتيا کميږي او د کاميابي چانس يي هم له لاسه ووځي.

۴- خپل خيلات په خپله ولکه کي وساتي: تر وسې وسې کوښښ وکړي چي په هيڅ ځاي او هيڅ وخت کي مه احساساتي کيږي او  خپله حوصله له لاسه مه ورکوئ،د منفي خيالاتو پر ځاي مثبت خيالات خپل کړی.

۵- خپله ټوله پاملرنه د الاه ( ج) طرف ته کړي: د خپلو ستونزو د حل لار يوازي له يوه الله (ج) څخه وغواړي، لاسونه ورته لپه کړي او دعا وکړئ.

۶- خپلي ستونزي خپل نژدي ملګري ته بيان کړئ.

۷- ټول مشکلات په خپل ذهن کي راټول کړي او بيا يي هير کړئ.

۸- ناهيلي کيږي مه : دايمي ناهيلي انسان بي حوصلي کوي، انسان د بي يقيني ښکار کوي، ناهيلي د انسان دښمنه ده، له دي نه د ژغورلو يوه لاره مثبت فکر دی.

ژباړه: عایشه عزیزي

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/حوصله-څنګه-پياوړی-کړو؟/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading