بازتاب نیوز

هند: افغان کشاله د جنګ له لارې نه حل کېږي

٢٧ غويی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): د هند د ملي امنیت سلاکار «اجیت دوال» د ګډ حکومت حکومت د سولې د عالي شورا له مشر «عمر داووزي» سره په خپله لیدنه کې ټینګار کړی چې؛ افغان کشاله د جګړې له لارې نشي حل کېدای او باید د مذاکراتو په لاره کې یې حل ولټول شي.

د سولې د عالي شورا له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې؛ «اجیت دوال» وعده وکړه چې هیواد به یې د ګډ حکومت په رهبرۍ او مالکیت باندې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلې هڅې نه سپموي.

عمر داوودزی چې؛ د خپلو سفرونو په لړ کې هند ته رسېدلی، د ملي امنیت په سلاکار سربېره یې ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې «سوشما سواراج» سره هم کتلي او د سولې پروسې اړوند یې له نوموړې سره بحثونه کړي.

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړی چې؛ د سولې مشورتي لویې جرګې پایلې باید له نظره ونه غورځول شي او د سولې هره پروسه باید د حکومت په رهبرۍ او مالکیت ترسره شي.

یاده دې وي چې؛ هند داسې مهال د افغانستان کشاله له جګړه ئیزې لارې لاینحله بولي چې؛ یوازې دوې ورځې وړاندې یې د ګډ حکومت د هوايي ځواک د پیاوړتیا په موخه دوې «Mi-25» الوتکې د دفاع وزارت ته وسپارلې او د دوو نورو ورته الوتکو د سپارلو وعده یې وکړه.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/144839/%D9%87%D9%86%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DA%A9%D8%B4%D8%A7%D9%84%D9%87-%D8%AF-%D8%AC%D9%86%DA%AB-%D9%84%D9%87-%D9%84%D8%A7%D8%B1%DB%90-%D9%86%D9%87-%D8%AD%D9%84-%DA%A9%DB%90%DA%96%D9%8A/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading