بازتاب نیوز

عمر داودزی: خلیلزاد د حکومت سره د مذاکراتو جریان شریکوي

٢٧ غويی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): په داسي وخت کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو اوم پړاو ته تیاری نیول کیږي، د کابل حکومت چارواکي یې د معلوماتو په اړه په تضاد کې واقع دي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس عمر داودزی چې د هندوستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه په مجلسونو بوخت دی، نن د جمعې په ورځ یې هندي رسنیو ته وویل چې خلیلزاد د طالبانو سره د مذاکراتو جزئیات وخت په وخت حکومت ته ورکوي.

نوموړي وویل، کیدای شي خلیلزاد د طالبانو سره د مذاکراتو اړوند هغومره معلومات شریک کړي وي څومره چې کولای شي.

بلخوا په واشنګټن کې د افغان حکومت ځانګړي استازي رویا رحماني ویلي چې د طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو جزئیات پټ ساتل شوي دي چې په وینا یې دا پایداري سولې سره مرسته نه کوي.

باید وویل شي چې د طالبانو سره د امریکایانو د مذاکراتو جزئیات هغه اختلافي نکته ده چې له امله یې د کابل اداره د امریکا څخه ګیله منه ده.

ددې تر مخه د اشرف غني امنیتي سلاکار حمدالله محب هم امریکا ته د سفر پر مهال د خلیلزاد په اړه توندي څرګندونې کړي وې او ګیله یې کړې وه چې دوی د طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کې په پوره جریان کې نه دي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/144847/%D8%B9%D9%85%D8%B1-%D8%AF%D8%A7%D9%88%D8%AF%D8%B2%DB%8C-%D8%AE%D9%84%DB%8C%D9%84%D8%B2%D8%A7%D8%AF-%D8%AF-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D8%AF-%D9%85%D8%B0%D8%A7%DA%A9%D8%B1%D8%A7/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading