بازتاب نیوز

خلیلزاد: د سولې خبرې د ولسمشریزو ټاکنو په وړاندې خنډ نه دي

٢٧ غويی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزد» وايي؛ دوی ته تر هرڅه وړاندې سوله لومړیتوب لري او د سولې روانې خبرې د ولسمشریزو ټاکنو په وړاندې مانع نه ګرځي.

زلمي خلیلزاد؛ په همدې تړاو په دوو بېلابېلو ټویټونو کې لیکلي چې؛ په دې وروستیو کې ځینې مبصرینو په افغانستان کې زموږ د لومړیتوبونو په تړاو پوښتنې راولاړې کړې، افغانان تر هر څه وړاندې سوله غواړي او داسې سوله چې یوه سیاسي ثبات ته لاره هواره کړي په افغانستان کې موږ ته لومړیتوب لري.

نوموړي وړاندې زیاتوي «د سولې دا خبرې د ولسمشریزو ټاکنو په وړاندې خنډ او ځنډ نه جوړوي، افغانان کولای شي ولسمشریزو ټاکنو ته تیاری وکړي او د باوري ټاکنو پروسه د سولې له خبرو سره په موزاي ډول مخ په وړاندې بوزي.

یاده دې وي چې؛ زلمی خلیلزاد دا څرګندونې په افغانستان کې  د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر «جان باس» د هغو څرګندونو په تعقیب کوي چې د کابل د پارلماني ټاکنو تر اعلانېدو یوه ورځ وروسته یې په آمرانه لهجه د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي پکې مخاطب کړل او ویې لیکل ؛ موږ د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان څخه هرکلی کوو، اوس نو باید د ټاکنو کمېسیون په مؤثر ډول او تېزۍ سره د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تیاری وکړي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/144861/%D8%AE%D9%84%DB%8C%D9%84%D8%B2%D8%A7%D8%AF-%D8%AF-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D8%AE%D8%A8%D8%B1%DB%90-%D8%AF-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1%DB%8C%D8%B2%D9%88-%D9%BC%D8%A7%DA%A9%D9%86%D9%88-%D9%BE/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading