بازتاب نیوز

غزل/فهیم مخلص

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

زوی یې شهید وو ورته مړه شوه له ژړا مورکۍ

بوره دې نه شي بیا په کلي کې په چا مورکۍ

په دې کمکي عمر به حد وي چې سفر ته ځمه

زه دومره سختو سره کله یم اشنا مورکۍ

ستاپه ژوندون دې خدای بدرنګه شېبې نه راولي

رب دې له غم او درده وساته زما مورکۍ

زموږ بېړۍچې اوس په مخه نه ځي دا وجه ده

مونږه د سر سړي وژلي دي پخوا مورکۍ

د ژوند په چارو کې مخلصه! ګړندی ځکه یم

د زړګي سره ماته کړي دي دعا مورکۍ

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/غزل-فهیم-مخلص/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading