بازتاب نیوز

په اجازه د ملا صیب او په برکت د پیشمني

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

په اجازه د ملا صیب او په برکت د پیشمني

اعوذ بالله من شیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

زه خوشاله او پدې فخر کوم چې د علم او پوهې خاوندان ملګري لرم، نن چې زه هر څه یمه د همدوی برکت دی. فیسبوک کې مې د کورنۍ د مشرانو په شمول ځینې استادان بلاک کړي، وجه یې دا ده چې زما لیکل ونه ګوري او بیا راته ونه وایي چې پخې یا…

نو تیره ورځ مې راته یو ډېر متقي او خورا پرهیزګاره عالم ملګري ګېله وکړه چې درنه ګېلمن یم او کله کله حتی درنه خفه و غوسه شم، ما ویل وجه؟

ویل وجه یې ستا شوخه شاعري او د مینې ډک پوسټونه دي، ځوانان ورانوي او… ته خو عالمه یې داسې باید ونه کړي.

ما ویل انډیواله ګله!

پدې ته هم پوهېږي چې دین د سختۍ دین نه دی او نه به یې هم سختوو.

پدې وحشې وحشې او زهرې زهرې ماحول کې، زه ټوله مینه مینه یم، زما که وسه ورسي او ستاسو په رنګه د درنو او معززو استادانو او دوستانو خاطر و تر مخه یې حیا نه وي زه به بغیر له مینې بله دویمه کلیمه حتی ونه وایم. باوجود د دې چې زه ورته هره ورځ د مینې ترانې او د ګډ ښکلې ژوند طریقې بیانوم بیا هم د دوی کورنۍ ګډ ژوند ښکلی نه شو، تاوتریخوالی یې کم نه شو، د اړیکو او انسانانو ارزښت پکې پیدا نشو.

لنډه دا چې هغه په خپل ځای درست و زړه کې مې منل او پرې قانع وم چې د ګټو تر څنګ زما خپرونې ځینې تاوانونه هم لري او زه په خپل ځای درسته وم چې نیت مې څه دی او ګټې یې څه دي.

هم هغه او هم ما خپل دلایل سره وکړل او قناعت مو حاصل یا تر اخره په خپل دریځ پاتې شو.

دا مې تر دې وویل چې، زمونږ ټولنه کې ځوانان؛ د ګډ ژوند، انتخاب، د مینې محبت، په ناخوښه واده قرباني دي، چې پدې هکله د ښځو / نجونو قرباني زښته زیاته ده. هم هلک قربانې، هم جینۍ او هم دوه طرفه کورنۍ.

وجه یې ناپوهې، جهالت، کم علمي، غلط فرهنګ، دود، تش په نوم غیرت یا مسلمانې و ناموس دی.

دا تازه پرلپسې پېښې ډېري ځوروونکي وي او دي. د وروسته افسوس کولو او لاس پورته کولو مخکې راځئ، چې پر عامه ذهنیت جوړونې او پوهاوې کار وکړو.

اخره کې دا ویل غواړم چې: روژه دې پخېر تیره شي؛ زه هم درته نوره نسبت وزګاره او په کاله شومه؛

پدې مورد کې به ان شاءالله زیاتې خپرونې او لیکل وکړم، هغه د اسلامي شریعت په رڼا کې، حقوقي، د ارواپوهنې، طب، ادب او بل هرې زاویي او نظره درته څېړم، که د نثر و او که شعر په ژبه لیکم او خپروم.

لیکنه: مهر تاج

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/په-اجازه-د-ملا-صیب-او-په-برکت-د-پیشمني/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading