بازتاب نیوز

هرات: ۵ ډاکټران د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شول

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په ماین زدګي سیمه کې ملي پولیسو پنځه ډاکټران د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلي.

د هرات ولایت رسنیز دفتر وایي پرون په هرات کې پنځو ډاکټرانو غوښتل چې د زاول له سیمې د هرات ښار پر لور ولاړ شي، چې موټر یې د ادرسکن ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د څلورو انسان تښتوونکو له خوا درول شوی.

انسان تښتوونکو غوښتل چې ډاکټران شینډنډ ولسوالۍ ته ولېږدوي، چې د ملي پولیسو له غبرګون سره مخ شول.

انسان تښتوونکو د پولیسو په وړاندې مقاومت وښوده چې په ترڅ کې یې یو انسان تښتوونکی وژل شوي او څلور نور له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورل شویو ډاکټرانو د زاول ولسوالۍ مېشتو ته روغتیايي خدمات وړاندې کول.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/هرات-۵-ډاکټران-د-انسان-تښتوونکو-له-منګو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading