بازتاب نیوز

پکتیکا:د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه نښته شوې

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ د زړې کلا او د هیبتو پر پوستو ډله ییز برید کړی، چې د ملي پولیسو له کلک مقاومت سره مخ شوی دی.

د دې ولایت رسنیز دفتر وایي د ملي پولیسو او طالبانو ترمنځ نښته کې درې طالبان وژل شوي او د دوی  موټر سایکل، راکټ، مخابره او یو شمېر نورې وسلې د پولیسو لاسته ورغلې دي.

په یاده نښته کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

 وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/پکتیکاد-پولیسو-او-وسله-والو-طالبانو-تر/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading