بازتاب نیوز

لوګر کې د طالبانو ډله ییز برید په شا تمبول شوی

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

 وسله والو طالبانو  تېره شپه د لوګر ولایت د مرکز اړوند میر ابدال د غره پر سره پر امنیتي پوستو ډله ییز برید کړی، چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په شا تمبولی.

د دې ولایت رسنیز دفتر وایي د ځانګړو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه طالبان وژل شوي او  یو شمېر وسلې او مهمات یې د ملي پولیسو لاسته ورغلې دي.

پېښه کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/لوګر-کې-د-طالبانو-ډله-ییز-برید-په-شا-تمب/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading