بازتاب نیوز

ازاد شعر/ضیاالدین همت مل

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د ژوند تصویر

بس یو خوب مې دی لیدلی

چې شپونکی یمه شپېلۍ غږوم

مستې ټپې وایم

د زړګي له پرهرونو څړیکې باسم

د شپېلۍ له ستونې سوي کړیکې باسم

بس یوه توره کیږدۍ د غره لمنه کې ولاړه

ځونډي دار کمیس په تن د کوچۍ پېغلې

هغې اور هلته بل کړی

د ورغومو ترنم ته

یو نری لوګي جګیږي

پوه کوي د اور بڅري

چې تازه د اور شغلې شي

خو ددې له اننګو نه

د شغلې انځور پیدا شي

سترګې سرې خمار ، خمار شي

اوښکې کډې وډې راشي

بس کعبې د اننګو ته

لکه سپینې ملغلرې

چې په سور بخمل کې ښکاري

بیا په پيڅکه د پړوني

اوښکې وچې کړي راګوري

بیا نرۍ مُسکا ، چې وکړي

نو برجونه د زړګي مې

ورته وران شي

زه په منډه ، منډه لاړ شم

یوه غېږه ترې چاپېر کړم

دی له نازه پورته ګوري

زه په خرپ ترې خولګۍ واخلم

هم یې ښکل کړم چاودې شونډې

بس د غره لمنه ویاړي

چې یو دوه مینان دلته

د جنون په کهکشان کې

د زړګي له څړیکو باسي

لاهوتي ناره د مینې

د ورغومو ترنم کې

بس سپوږمۍ د څوارلسمې مې په غېږه کې پرته وي

مور مې غږ وکړي ، چې پاسه

د سهار لمونځ قضا کیږي

چې له خوبه رابیدار شم

نه کوچۍ وي نه شپېلۍ زما د مینې

د ژوند دغسې تصویر دی

د ژوند دغسې تصویر دی

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ازاد-شعر-ضیاالدین-همت-مل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading