بازتاب نیوز

دشپي غږونه / عیسی بهرام

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

‎ ستا په شان یم ستا په شان یم ستا په شان یم

‎بس یواځې یم یواځې یم یواځې

‎نه مې څوک شته دپوښتې نه د ناستې

‎بس څلور کونجه کوټه زه او غمونه

‎پروت د سترګو آینو کې ستا تصویر دی

‎بل ته نه دي لا په مینه غړیدلي

‎زړه کې اور دعشق زوال خواته روان دی

‎دسړو اهونو دا قیاس کوی شی

‎دشعر کور کې د درد ناوې لنګه شوې

‎دي راوړي یې جوړه جوړه غمونه

‎د ژوند هر خوند مې لیدلی و خو یاره

‎تنهایې هم عجب خوند لري اوس پوه شوم

‎څو یادونه دساعت په شان په لاس مې

‎چې مې حال دماضي ټال کې زنګوي تل

‎څو شنې پاڼې دیو بوټې راته ګرانې

‎په لیدلو یې ستا تنده ماته ومه

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/دشپي-غږونه-عیسی-بهرام/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading