بازتاب نیوز

آیا چا د ړندو بمباریو پر پایلو فکر کړی؟!

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

له هغې ورځې چې د امریکا او ناټو ځواکونه افغانستان ته راغلي دي، زموږ هیڅ سیمه خوندي نه ده پاتې شوې. له کلي او ولسوالۍ نیولې تر سترو ښارونو او پلازمینې کابل، په ټولو ځایونو کې یا هوايي بریدونه روان دي او با هم شپنۍ چاپې، چې ډېر ځله په دغو بریدونو او چاپو کې بې ګناه ملکیان وژل شوي دي. د دې تر څنګ د بهرنیانو په ړندو او بې‌باکانه هوايي بریدونو کې د ملکیانو ترڅنګ افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده او دغه شان موارد په کراتو تکرار شوي دي، چې یوه دردونکې پېښه یې پرون د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې تر دېرشو ډېرو افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنیانو دغه ډول بې باکانه او بې احتیاطه هوايي بریدونو کې افغان ځواکونه وژل کیږي او وروستی ځل به هم نه وي، بلکې دا لړۍ به تر هغه وخت دوام ولري، خو تر څو د هوايي بریدونو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شان جدي تصمیم ونه نیول شي، دا لړۍ به روانه وي.

حامد کرزي د خپل حکومت پر مهال بهرنیان له خودسره هوايي بریدونو منع کړل. هماغه علت و چې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې به کچه کې بې‌ساری کموالی راغی، خو د ملي یووالي د حکومت له پیله تر ننه، نه یوازې دا چې هوايي بریدونه بند نه شول، بلکې برعکس د پخوا پر خلاف لا زیات کړل شول، چې له امله یې د ملکیانو مرګ ژوبله تر بل هر وخت لوړه شوه.

د بهرنیانو له هوايي بریدونو نه یوازې دا چې عادې خلک خوندي نه دي، بلکې د دوی ملګري افغان امنیتي ځواکون هم ترې په امن کې نه دي، بلکې وخت ناوخت په نښه کیږي. خو په کومه اندازه چې افغان امنیتي ځواکونه په نښه کیږي، د دې سل چنده بې ګناه ملکیان په کې قرباني ورکوي او دواړه فاجعه ده. د همدغو بریدونو له امله د ولس او دولت تر منځ واټن تر بل هر وخت زیات شوی او پر حکومت او چارواکو هم باور خپلې ټیټې کچې ته رارسیدلی دی.

نن ورځ چې د سولې په خبرو کې پر حکومت نیوکې دي او پر صداقت یې شک څرګندیږي او دا چې طالبان ورسره خبرو نه حاضریږي، علت یې د دغه شان خودسره بریدونو دوام او د ارګ ملاتړ دی. ایا ارګ د بهرنیانو د بهریدونو د دوام پر ناوړه پایله یو ځل هم فکر کړی دی؟!

د افغانستان حکومت باید د یوه مسوولت او د ملت د خادم حکومت په توګه د بهرنیانو د خودسره هوايي بریدونو مخه ونیسي. دوی باید د افغانستان د ملت د استازو په توګه اجازه ور نه کړي چې بهرنیان چې هر څه یې زړه وغواړي هغه تر سره کړي.

لیکنه: دنیا ډایلي

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/آیا-چا-د-ړندو-بمباریو-پر-پایلو-فکر-کړی؟/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading