بازتاب نیوز

بغلان: ۵ وسله وال غله نیول شوي

٢٨ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

په بغلان کې پولیسو ۵ تنه د وسله والو غلاوو په تور نیولي.

د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر یې وایي دغه کسان د پلخمري ښار د سیلو له لسم سړک څخه نیول شوي.

دوی تورن دي، چې دشپې لخوا یې خلک ځورول او غلاوې یې کولې.

دوی څخه یوه اندازه وسلې، یو موټر او یو شمېر مهمات ترلاسه شوي.

له څه مودې راهیسې په ټول هېواد کې د غلاوو له زیاتوالي شکایتونه کیږي.

 

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/بغلان-۵-وسله-وال-غله-نیول-شوي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading