بازتاب نیوز

ملا کفار دې شمه، شم دې کنه / عزت الله ځواب

٢٨ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ملا کفار دې شمه، شم دې کنه

زه ګناهګار دې شمه، شم دې کنه

ډاکټر نجيب دې شم، په دار دې شمه

وطن نه ځار دې شمه، شم دې کنه

چې ویلي، ویلي شمه، وسوځمه

د ښکلو یار دې شمه، شم دې کنه

نشه، نشه دې شم، پاګل دې شمه

خمار، خمار دې شمه، شم دې کنه

ته د سرو شونډو ژمنه کله کوې؟

په انتظار دې شمه، شم دې کنه

مسلمانانو مینه نه پرېږدمه

خیر دی سنګسار دې شمه، شم دې کنه

پاکستاني ډاکټر ته نه ځې ځواب

وایي؛ مردار دې شمه، شم دې کنه

شاعر: عزت الله ځواب

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ملا-کفار-دې-شمه،-شم-دې-کنه-عزت-الله-ځواب/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading