بازتاب نیوز

لوګر:د تخنیکي او سکتوري چارو نوي ریس خپله دنده پیل کړه

٢٨ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

انجینر شریف الله روشن د د لوګر ولایت د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس وټاکل شو

د دې ولایت د رسنیز دفتر په حواله شریف روشن د ازادې سیالۍ له لارې د لوګر ولایت د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس وټاکل شو.

دی تر دې وړاندې د بېلابېلو ریاستونو د سرپرست رئیس په توګه پاتې شوی او په دوو پوهنځیو کې د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې لري.روشن په خپلو خبرو کې ښه ،قانوني او بې طرفه اجراآت خپل لومړیتوبونه یاد کړل.

هغه  د ولایت د مرستیال والي تورن جنرال محمد نبي احمدزي،دفتر رئیس احمد خالد ساپي او د انساني سرچینو د رئیس نور احمد تسل له لوري د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او رسمآ یې پر دنده پیل وکړ.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/لوګرد-تخنیکي-او-سکتوري-چارو-نوي-ریس-خپل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading