بازتاب نیوز

ملي هويت د تعريف او تاريخ په مفاهيمو کې! ډاکټر وحيدالله مصلح

٢٨ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د فطرت له مخې هر انسان چې کله عقلي وده مومي نو په سترېدو سره دا پوښتنه ورته پيدا کېږي چې زه څوک او څه شی يم؟ همدا پوښتنه ددې لپاره کافي ده چې يو انسان د خپل هويت په لټه کې شي. ددې پوښتنې ځواب په مختلفو مرحلو کې تکامل مومي، د بېلګې په ډول: زه فلانی د فلاني ځوی يم… زه يو مسلمان يم… زه د فلانۍ کورنۍ مربوط يم… زه د فلانۍ قبيلې او قوم سره اړيکه لرم… زه د فلاني کلي، قريې، ولسوالۍ او ولايت يم… زه د کوم ملت سره تړلی يم؟ او په غټه وده کې دا چې زه د اسلامي امت برخه يم.

ملي هويت د وخت په يوې خاصه مرحله کې د يو شمېر ځانګړتياو مجموعه ده لکه اجتماعي، فرهنګي، تاريخي، اقتصادي، رواني او داسې نور، دا ځانګړتياوې د ټولنې په اوسېدونکو کې مشترکې وي او له نورو ټولنو څخه يې پرې توپير رامنځته کېږي. په دې شکل يو ملت په خپلو ځانګړتياو سره له يوې خوا په خپل منځ کې سره پېژني او هم يې له نورو خلکو پرې تمايز رامنځته کېږي.

په ملي هويت کې دين د بنسټ او اصالت په توګه ځای لري او پاتې ځانګړتياوې تل د تغير په حالت کې وي. ځکه خو د ملي هويت دغه متغير عنصرونه د ملتونو په تشخص او هويت کې د دين ملاتړي او مرستندوی دي او په دې ډول دويم نقش لري. کېدای شي د يوې تاريخي مرحلې هويت له بلې سره توپير ولري، د يوې فرهنګي مرحلې هويت له بلې سره او د يوې اجتماعي مرحلې هويت له بلې سره په توپير کې وي. له دين پرته دا نور عنصرونه تل د ګڼو عواملو تر بار لاندې تحول مومي، يو وخت زمونږ د هېواد د پولو هويت د سلطان محمود غزنوي رح او احمدشاه ابدالي رح بابا فتوحاتو ټاکه خو نن زمونږ د پولو هويت د په جلا حالاتو کې واقع دی، يو وخت زمونږ فرهنګي هويت د ولس له منځه راخوټېدلو خو اوس يې راته د نړيوالتوب په اډانه کې له سره نوې کيږي، تلويزيون، او سريالونه دلته اوس نوی فرهنګي نسل راټوکوي. او په دې ډول زمونږ حماسي، ادبي، عرفاني، اقتصادي، اجتماعي او نورې ګڼې هويتي پولي په مختلفو مرحلو کې سره په توپير کې واقع کېږي.

ملي هويت او اسلامي نقطه نظر!

اسلام هيڅکله د قوم خيار او غوره خلک نه سپکوي، اسلام هيڅکله دا نه وايي چې ستا د قوم له سړو به واک حتماً نورو ته لېږدول کېږي، اسلام بس يو نظام دی چې په خپلولو سره يې هر قوم نېکمرغه کېږي او په همدې تحليل کې اسلام د رجالو پر ځای د نظام پر محور ګټې لري… اسلام هيڅکله دا نه وايي چې ستا ژبه دې ستا د ملت له ګړېدو وغورځېږي، اسلام د ملتونو فرهنګونه له منځه نه وړي، بلکه بدې او کږې خواوې يې سموي، اسلام هيڅکله د ژبې، ملت، جغرافيې، تاريخ او فرهنګ پر بنياد د پېژندنې طبيعي پولې نه ړنګوي، په اسلام کې سلمان په مدينه کې هم فارسي وو، او بلال هم په کې همغسې حبشي پاتی شو.

اسلام په خيالاتو ولاړ نه دی، او په هوا کې کرښې نه رسموي. اسلام له انسانانو سره تعامل کوي او د بشر د اجتماعي وېش طبيعيت نه ړنګوي. په همدغه تناظر کې لاندې آيت شريف د ملي هويت په اړه ډېر بنسټيز دی، دا د قوميت په اړه اسلامي نقطه نظر وړاندې کوي.هلته چې الله تعالی فرمايي:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ۱

ژباړه: (ای خلکو تاسو ټول مې له نر او ښځې نه پيدا کړي ياست، او تاسې مې خېلونه او قومونه ګرځولي يئ تر څو سره وپېژنئ، او بې له شکه چې د الله تعالی په وړاندې ستاسو تر ټولو غوره ستاسې پرهېزګاران دي. بې له شکه چې الله په هر څه پوه او له هر څه خبر دی).

هو! قرآن د همدغه طبيعيت يادونه څومره په خوږو لفظونو کوي او دا تصوير څومره د انساني ژوند او ټولنيز نظم ريښتينولي لري، دلته له دې آيته درې ډېرې مهمې اخېستنې تر لاسه کېدای شي:

لومړی دا چې، هيڅکله د انسان په اختيار کې نه وو چې هغه دې د زېږېدو لپاره ځانته قوميت، ملت او ځانګړې جغرافيه وټاکي. دا يوازې د الله تعالی اراده وه او ده چې انسانان په کوم ملت او جغرافيه کې پيدا کړي. همدلته ده چې انسان ولې پر هغه څه عصبي وياړ وکړي چې دده د ارادې زېږنده نه ده!

دويم دا چې، پر ملتونو او قبيلو د انسانانو وېش د قرآني مفاهيمو په تفسير کې د پېژندنې وسيلې دي. يعنې اسلام د ولسونو د ملي هويت مخالفت نه کوي، اسلام دا نه وايي چې ټول خلک دې په ملي لحاظ عربان شي، يا دې ترکان شي او يا دې افغانان شي، دغسې موقف خو له فطرت سره جګړه ده، او اسلام په ډېر څرګندو ټکو دا کرښه راښکلې ده چې په ملتونو او قبيلو کې ژوند د تعارف او پېژندنې وسيلې دي.

در ېمه خبره دا ده چې، د تعارف د فلسفې بيانوونکی آيت په ډېرو ارزښتناکو ټکي پای ته رسېدلی، هلته چې الله تعالی فرمايي: بې له شکه چې د الله په وړاندې ستاسو تر ټولو غوره ستاسې پرهېزګاران دي. يعنې څانګې او قوميتونه د کرامت او غوره والي بنسټونه نه دي، بلکه د غوره توب لپاره چې کوم څه بنسټ دی هغه تقوا ده.

د ملتونو او قبيلو جلاوالی يوازې او يوازې د ملي هويت او تعارف په بريد کې بايد پاتې وي، او له دې هويته دې څوک يو پر بل د لوړوالي هڅې نه کوي، لکه مخکې مو چې يادونه وکړه چې انسان په خپل اختيار ځانله قوميت، ملت او جغرافيه نه ده ټاکلې، نو ځکه خو دا يوه طبيعي چاره ده او دا چاره دې همدغسې طبيعي وساتي.له دې څخه دې انانيت او پر نورو قومونو او ملتونو د لوړتيا غوښتنې وسيله نه جوړوي، بلکه له نورو قومونو او ملتونو سره دې د تعامل پر مهال انسان واوسي او انساني ارزښتونه دې په پام کې ولري.

په هويت کې دين بنسټيز دی!

په اسلام کې ملت د يو نظرياتي مسلک په توګه ذکر شو دی، او په دې اړه مسلمانانو ته ابراهيمي ملت بېلګه مسلک دی، د دې مسلک د پيروۍ په اړه الله تعالی حکم کړی دی او فرمايي چې:

ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنْ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفاً وَمَا كَانَ مِنْ الْمُشْرِكِينَ ۲

ژباړه: بيا مونږ تا ته وحی وکړه چې د هغه ابراهيم دين خپل کړه چې د اسلام په ليار سم روان او له مشرکانو څخه نه وو.

د ملت په نظرياتي اډانه کې چې حضرت ابراهيم عليه السلام له خپلې کورنۍ او قوم سره کوم تعامل کړی دی، نو دا هم له څو زاويو نه د پام وړ ده:

لومړی دا چې په ابراهيمي ملت کې بنسټيز عنصر دين وو، او د مبارزې په هر برخه کې يې دين محوريت درلود، د دوستۍ او دښمنۍ په منځ کې پوله دين وه، او حتی د نوموړي د پلار او کورنۍ تر منځ هم، الله تعالی فرمايي:

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاءٌ مِمَّا تَعْبُدُونَ (۲۶) إِلاَّ الَّذِي فَطَرَنِي فَإِنَّهُ سَيَهْدِينِ ۳

ژباړه: او هغه راياد کړه چې ابراهيم خپل پلار او خپل قوم ته ويلي وو چې زه له هغو خدايانو خپله بېزاري اعلانوم چې تاسو يې عبادت کوئ. يوازې له هغه ذات سره زما تړون دی چې زه يې پيدا کړی يم او هماغه به ماته ښوونه وکړي.

دويم دا چې په ابراهيمي ملت کې له خپل ملت او هېواد سره د مينې ډېر طبيعي او ژور درسونه هم شته او دا د ټولنې د وګړو تر منځ د لا يوځای کېدو په برخه کې د مرستندويه او فطري عواملو په توګه رامخې ته شوي دي، دا تصوير څومره ښکلی دی، هلته چې ابراهيم عليه السلام د خپل ملت او قوم د ابادۍ او ښېرازۍ او حتی خپل مشرک پلار ته د مغفرت د دعا غوښتنه کړې وه.

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَداً آمِناً وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنْ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُمْ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ ۴

ژباړه: او هغه وخت هم راياد کړه چې ابراهيم وويل: ای زما ربه! دغه ځای د امن ښار وګرځوه، او هغه اوسيدونکو ته يې چې په الله او د قيامت په ورځ ايمان راوړي د خوراک لپاره ډول، ډول مېوې ورکړه.

د ابراهيمي ملت په همدغه زاويه کې دين د بنسټيز او ټاکونکي عنصر په توګه وجود لري او د ملي هويت هغه عناصر هم په کې شته چې د ټولنې د وګړو په منځ کې د فطري يووالي لپاره مرستندوی دي، له خپل هېواد او ملت سره مينه، د خپل قوم د اقتصادي ښېرازۍ هيلې، او د ولس د امن او سولې ارزو او دېته ورته نور درسونه هغه څه دي چې مونږ يې د ابراهيمي ملت له نظرياتي بنسټونو څخه اخېستلی شو.

اسلامي حرکتونه او د ملي هويت قضيه!

اسلام حرکتونو په ټوله کې د ملي هويت له قضيې سره يو طبيعي برخورد کړی ، کله چې مونږ د ملي هويت په اړه د اسلامي حرکتونو د موقف خبره کوو نو دا د لويديځ او اروپا له رنسانسه د رازېږيدلې ملتپالنې کلاسيک تعريف نه دی، بلکه د ملي هويت په اړه دا موقف په اسلامي اصالت او بيخ کې ريښې لري.

اخوان المسلمون، د هند په قاره کې جماعت اسلامي، د ترکيې اسلامي حرکت، د تونس النهضة او په ټوله نړۍ کې د اسلامي حرکتونو نظرياتي څانګو خپلو ملتونو او خلکو ته عزتونه ورکړي او په خدمت کې يې بوخت دي، دوی د خپلو خلکو ژبو ته د اسلامي او علمي کتابونو په تقديمولو سره يوه ډېره ستره علمي او ادبي غنا ورکړې، د خلکو اړيکې، رواجونه، فرهنګ، ادب، تمدن، اجتماعي بنيادونه، او اقتصادي او سياسي برخې يې په اسلامي تناظر کې ډېرې قوي کړي دي، دوی د ملي هويت په قضيه کې له ملتپالو ټول مجالونه اخېستي او دې ټولو ملي عنصرونو ته يې له اسلام سره د ټکر پر ځای د تفاهم او تعارف رخ ورکړی.

په اسلامي حرکت او په ځانګړي ډول اخوان المسلمين کې يو لړ بنسټيز هدفونه ټاکل شوي دي، دا هدفونه ډېر فطري هم دي او يو له بل سره ډېر منطقي تسلسل هم لري. دغه موخې، د فرد او کورنۍ له اصلاح نيولې بيا د وطن د ازادۍ، حکومتدارۍ او اصلاح پر چارو تر تمرکزه ټول په بر کې نيسي. او دا هدفونه تشې دعوې نه دي بلکه اسلامي حرکتونو د خپل وجود په ټول مهال کې د خپلو وطنونو د ازادۍ جګړې پر مخ وړي او له استعمار سره يې په ټولو ډولونو کې مبارزه کړې ده.

تاريخ په دې شاهد دی چې په اسلامي خاورو کې د ملي ازاديو تحريکونه ټول اسلامپالو پر مخ وړي دي، په يوې مرحلې کې دا افغان سيد جمال الدين وو چې، د هر هېواد ولس ته به له يوې ازادۍ غوښتونکې داعيې سره تلو، او د انګليس استعمار پر ضد به يې بيا نو انقلابي ليکنو او ويناوو د ملتونو ملي غرور راپاراوه او د ملي خپلواکۍ درسونه به يې په هر لوري د خلکو د منزلونو نښې وې. په بل قدم کې د طرابلس عمر مختار، د تاريخ هغه اتله کيسه ده چې د ايټالوي استعمار پر ضد يوه تلپاتې څپېړه او ګوزار دی.

په دې ازادۍ غوښتونکي تاريخ کې څومره د مېړانې کيسې دي چې اسلامپالو خپلو ملتونو ته پرېښې دي… د فلسطين پر ځمکه د اخوانيانو شهامتونو هغه اتلولۍ وزېږولې چې په اړه يې اروپا او لويديځ داسې وبوږنېده چې بيا يې د سفارتونو په ديپلماسيو کې د مصر شاه فاروق ته د اخوان د مصادرې او د قرآني شخصيت حسن البنا د ترور توجيه ګانې رامنځته کړې. او په همدې تسلسل کې د قدس د ازادۍ دويمه مرحله همغه مهال بيا شروع شوه چې د وخت په يوې بلې شېبې کې د فتح سازمان له اسرائيلو سره د جوړې پر غلامانه منظر او پسمنظر هوکړه وکړه.. او حماس په همدې مقطع کې له فتح څخه د هغوی ازادي غوښتونکي داعيه او د ارزښتونو مبارزه واخېسته، دوی د ارزښتونو د ډګر هغه شهسواران شول چې اسرائيل يې له غزې بېخنده وويستل هغه چې اسرائيل بيا د همدې فلسطين په لويديزه غاړه او رامله کې د فتح په سلطه کې لا هم د تصرف هر واک ځانته پرېښی دی. حماس په فلسطين کې د اخوان هغه بېخ لرونکې څانګه ده چې د اشغال شوي فلسطين (اسرائيل) له بندې خاورې يې د شاليط د تښتولو کيسې د څو کلونو لپاره د اسرائيل او په ټوله کې د غرب د څېړنو تمرکز جوړاوه… د حماس په مبارزو کې د يو قوم د ازادۍ هيلې ځای شوي دي، او دې هيلو ته د حماس رهبرانو، ځوانانو، بوډاګانو، مېرمنو او کوچنيانو په خپلو وينو ژوند وربښلی دی…

په افغانستان کې د اسلامي نهضت خپلواکۍ غوښتنې مبارزې امت ته د خپلواکۍ روح ورکړ، د افغانستان اسلامي نهضت هغه مهال د افغانستان له هويت او اسلامي ارزښتونو، ملي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ننګه وکړه چې هلته ددې داعيو علمبردارانو د سرونو لوبه نه شوه کولای او که اسلامي نهضت نه وای نو دې غلام سکوت به خدای خبر افغانستان د سقوط په کومه سناريو کې غورځاوه.

په ترکيه کې د نجم الدين اربکان، اردوغان او عبدالله ګل کرکټرونه نن څومره محبوب دي، هغه چې د منځني ختيځ په انقلابونو کې بوخت اسلامپالي يې هم ځانونو ته په بېلګه کولو کې غرور احساسوي… هو هغوی په يوه اسلامي شاليد سره دا هر څه داسې را سم کړل چې د درايت درک کولو ته يې د سيکولريستانو عقلونه واړه شوي دي… هغوی خپل ملت راويښ کړ، د خپل ملت اقتصاد يې ورغاوه، خپل ملت ته يې د پوهې نوي ډګرونه پرانېستل، د خپل هېواد اړيکې يې په نويو عزتمنو بنسټونو ودرولې، او دې اسلامپالو په خپلو لاسته راوړنو سره خپل ملت د سردارۍ پخوانيو هيلو ته ورستون کړ…

افغانستان او د ملي هويت پسمنظر

افغانستان د ملي هويت په اړه تقريباً څو جريانونه تجربه کړي دي، له تاريخي طبيعي مرحلو نيولې بيا د ملتپالو تر داعيو پورې او د کمونيستي انټرناسيونالېزمه بيا د اسلامي نهضت تر ملي او اسلامي مبارزو پورې دا ټولې زمونږ د ملي هويت پر تاريخ موثرې دي، په همدې لړ کې د اسلامي نهضت پر اصيل خط د جمعيت اصلاح ادامه او له ملي هويته يې قرائت او تعبير يو بل غټ مورد دی چې تفصيل به يې وروسته راشي:

د ملي هويت طبيعي مرحله:

دا مرحله زمونږ په تاريخ او د اسلامي نړۍ په تاريخ کې ډېره رغوونکې مرحله وه، دا هغه مرحله وه چې ملي هويتونو د ويشونکو او پردي کوونکو عناصرو نقش نه درلود، دا مرحله يوه ډېره طبيعي او يوازې د ملتونو د پېژندونکو توکيو مرحله وه، يوه د افتخار، ودانولو، پرمختګونو او پرمختياو مرحله وه، په همدې مرحله کې، زمونږ د غزنوي محمود رح سلطنت څومره شاندار وو، د هغه دې سلطنت ته خو اوس هم، مونږ د ارمان په حد کې پراته يو، مونږ خو که اوس هم په دې بايللي ملي تجربه او حال کې پر څه وياړو نو د غزنوي د سلطنت پولي دي، فرهنګ دی، اثار دي او تاريخ دی… تر هغه وروسته تاريخي مرحله کې که مونږ وياړو نو د ابدالي احمدشاه رح بابا بنسټونه ده، د هغه د مهال پولې دي، حماسې دي، او پراختيا ده… دې مرحلې مونږ په داخل کې سره يو ساتلي وو او په بهر کې يې مونږ د يو اصيل ملت په توګه داسې لوړ کړي وو چې نورو ملتونو پر مونږ باور کړی، مونږ يې زمونږ د حماسي، فرهنګي او ديني هويت پر بنسټ پېژندلي يو او پر همدې بنسټ يې هم زمونږ له غزنوي او هم زمونږ له ابدالي نه د مرستو غوښتنه کړې ده، همدغه طبيعي مرحله وه چې مونږ يې په داخلي لحاظ مستحکم او په بهرني لحاظ د نورو مسلمانانو پر غم شريک کړي وو او مونږ يې له هغوی څخه، نه يو جلا کړي، سره له دې چې زمونږ ملي هويت له هندي مسلمانانو سره په توپير کې وو، خو دې توپير زمونږ او د هغوی تر منځ پردۍ کوونکې کرښې نه وې راښکلې، بلکه دا خو به د شاه ولی الله دهلوي رح ليکونه وو چې د هند د مستضعفو مسلمانانو د حمايې لپاره به يې زمونږ احمدشاه بابا ته بلنه ورکوله، هغه چې په لوستو به يې بيا زمونږ د ابدالي بابا رح شاهسوارانو ظلم ته پای ورکاوه او د عدل کيسې به يې ګټلې، د هغوی دې اتلوليو زمونږ د تاريخ حماسې جوړولې.

د شعوري ملتپالنې مرحله:

دا جريان د اروپا د ملتپالو جريانونو او تجربو د تقليد برخه ده، اروپا او لويديځ په ځانګړي ډول په نولسمه پېړۍ کې د امپراتوريو او اسلامي مرجعيتونو سره په تقابل کې د يو بديل په توګه د هېوادونو ملي هويتونو ته نوي تعريفونه ورکړل، او په دې ډول يې ستر دولتونه د قومي او ملي کرښو د راښکلو په سلسله کې پر کوچنيو دولتونو وويشل. دې شوق اسلامي نړۍ بېسارې سره وويشله، او نن يو نيم ميليارد مسلمانان د هېوادنيو او جلا جلا ويشونکو هويتونو په توپير کې سره پردي دي. دې نويو تعريف شويو ملتپالو توپيرونو او هويتونو خلک، يواځې د هويت په حد کې سره متمايز نه کړل، بلکه دوی يې د يو بل له غمه او خوشاليو سره بېل کړل، دوی يې داسې سره وويشل چې يو له بل سره په جدل کې کېوتل او پردي شول. هغه طبيعي هويت چې زمونږ په تاريخ کې شته وو، هغه يو رغوونکی هويت وو، هغه يو سيالي کوونکی او د يوبل په غم او خوشالۍ کې ګډونکی هويت وو، هغه د واحد جسد په داخل کې د رنګارنګۍ يو پييل شوی هويت وو، او په دې نوې مرحله کې ددې رغوونکو جلا جلا هويتونو ځای د اروپا او لويديځ بدمرغوونکو نويو ملتپالو هويتونو داسې ډک کړ چې لا تر اوسه يې پر برکت اسلامي نړۍ د ښې ورځې څښتنه نه شوه. په دې مرحله کې نور نو دا ارزښت کوم ارزښت نه وو چې که په افغانستان کې پر افغان ظلم کېږي، که په برما، فلسطين، عراق او بله کوم اسلامي خاوره کې پر يو مسلمان انسان ظلم کېږي نو د بلې پولې هيواد دې يې په وړاندې احساس او مسئوليت ولري… نن که د برما پر مسلمان ظلم کېږي نو د بنګلدېش يې پر څه؟ او که په افغانستان کې ظلم کېږي نو د همدې ملي هويتونو او ارزښتونو د برکت له امله زمونږ د ګاونډيانو او نورو هېوادونو ملي ګټې يې ايجابوي!

په افغانستان کې دې شعوري ملتپالې مرحلې درې ډوله جريانونه درلودلي دي، دولتي بنسټونه، ګوندي جريان او انفرادي هڅې، په دولتي کچه د تر استقلال وروسته په وروستيو کلونو کې د ترکيې او اروپا د فرهنګي، کلتوري او فکري تحولاتو انقلابي تقليد ته اشاره کولای شو.، تر دې وروسته بيا په ځانګړي ډول د مرحوم محمد ظاهرشاه تر شاهي وروسته واکمني وه.

په ګوندي ډګر کې دې مرحلې ځانګړې ډلې درلودې او دې ځانګړو ډلو سره له دې چې ځينو يې ملتپالې او ځينو يې فاشيستي داعيې لرلې، خو په عمل کې لا تر اوسه هم کارنده او موثرې نه دي، د دوی مبارزه نسبت دې ته چې افغان ملت او يا يو ځانګړي قوم ته يې خير ورسېږي د نورو قومونو پر ښکنځلو او تاريخي مسخو، او دېته ورته نورو توکيو باندې يې ډېر ترکيز کړی.

او درېم په انفرادي هڅو کې د ځېنو اديبانو، ليکوالانو او تاريخپوهانو هڅې په دې مرحله کې د يادونې وړ دي، دوی له ګوندي غړيتوبه ازاد په قامي بيدارۍ کې برخه اخېستې ده.

په افغانستان کې قامپرستۍ او فاشېزم د قامپرستۍ له عناصرو سره افراطي چلند وکړ، دوی د اسلام او اسلامي قضيو سره دومره ناځوانه موقف ونيوه چې حتی د يادو عناصرو په جمله کې يې د دين او مقدساتو دا اصل بې مانا کړ. او دا چې دوی ولې له اسلام سره يو سرسري او سطحي تعامل کړی ښايي هغه به ددوی دا وېره وي چې اسلام يو نړيوال دين دی، او که وده ورکول شي نو ښايي په راتلونکي کې به ددوی ملتپاله داعيه بېسارې وننګوي. بل عامل دا هم کېدای شي چې اسلام د ژوند لپاره لارښوونې لري او که اسلامي عنصر د ملتپالو او هم فاشېستانو په منځ کې وده کړي نو اسلامي ښوونې به بيا ددوی ټول سياستونه توجيه کوي او دوی به په داخل کې له پراخو کشمکشونو سره مخ وي. او په درېم مورد کې دوی په داخل کې هم داسې جريانونه درلودل چې اصلاً يې پر اسلام او مقدساتو باور نه درلود، دوی له اسلام او مقدساتو سره شکلي تعامل هم نه خوښاوه.

د خلقي جريان مرحله:

په افغانستان کې خلقي جريان د خپل وجود په ټوله ناسوره موده کې د ملي هويت په وړاندې لاندې موقفونه درلودلي دي:

تر هر څه لومړی خلقي جريان د ملي هويت په اړه کوم تعهد نه درلود، د سوسيالېزم فلسفه اصلاً داسې وه چې هلته ملي ارزښتونو کوم ځای نه درلود، سوسيالېزم د انټرناسيونالېزم په نړيوال تناره کې د ملتونو تشخصونه ذوبول او په دې ډول يې نړيوال سيادت ته ملتونه داسې سوسياليستي کول چې هلته بيا د ملتونو خپلواکو حيثيتونو او جلا هويتونو د شوروي اتحاد نړيواله نيوونکي او زبېښونکې داعيه نه شوای ننګولی. په خلقي جريان کې د ملي هويت توکيو خپل اصالت له لاسه ورکړ، خلق ګوند او دولت ټول ملي جريانونه بېساري وټکول. دوی د ملي هويت ټول عنصرونه، دين، تاريخ، جغرافيه، او ملي ګټې وننګولې. د بېلګې په توګه د ملي مشاهيرو د ياد ځای مارکس، لينن، برېژنيف، سټالين، او نورو ونيوه، په همدې اړه محمد اسحق الکو ليکي: کله چې په کال ۱۹۷۰ کې الکسي کاسيګين د محمد ظاهرشاه په مېلمستيا کې کابل ته راتلی، نو د هرکلي ويونکو په ډله کې ببرک کارمل هم ولاړ وو، هغه وخت چې روسي مېلمه د کابل هوايي ډګر د استقبال کونکو صفونو ته نژدې شو، ببرک کارمل لويه چيغه وايستله او (زنده باد رهبران شوروي) شعار يې ورکړئ، د نوموړي دا بې حيايي ټولو وليدله او پاچا هم په تعجب مخ ورواړوئ ۵.

په همدې ډول پر لينن درودونه وويل شول او د خلقي دولت د لوړ پوړو په دفترونو کې د ملي شخصيتونو پر ځای د لينن عکسونه ځړېدلي وو. د ملي حاکميت فلسفې سوسياليستي حاکميت ډک کړ، د مشخصې جغرافيې پر ځای د شوروي اتحاد د پولو يادونې کېدې، د ملي ورځو پر ځای د اکتوبر کبير د انقلاب لمانځنې رامنځته شوې، ملي خپلواکي د شوروي لښکرو تيري وخوړه، او په هېواد کې د افغاني فرهنګ د رغونې پر ځای د شوروي اتحاد فرهنګي مرکزونه پرانېستل شول.

په خلقې جريان کې وطنپالنې جلا تعريف خپل کړ، ببرک کارمل ګونديانو ته په خپلې تاريخي وينا کې وطنپال افغان داسې تشرېح کړ:

رفقا بايد به صراحت برای شما خاطر نشان بسازم:

کی کيست؟ چگونه بايد شناخت؟ افغان وطنپرست کيست؟ وطنپرست اتشين، انسان افغان نوين کيست؟ که وفادار به دوستي افغان شوروي باشد، اين ملاک عمل است. ۶

دا يوه تپل شوې او استعماري مرحله وه، پيل يې په دغسې افراطي انټرناسيونالېزم وو هغه چې په منځ کې يې د افغان ملت او ستم ملي ګوندونو فعالين هم د ورکې او اعدام پر کومي ننوتل. خو پای يې بيا پر داسې فاشېزم رامات شو چې تر دې دمه جګړې د همدغه پای فاشېزم ادامه ده. تاريخ به هيڅکله د کمونيستانو دا جنايتونه هير نه کړي، د دوی له انټرناسيوناليستي پرديتابه نيولې بيا د فاشيستي او ايتنيکي ګروپونو، ټولو افغان ملت بېسارې سره وويشه او ددوی تر منځ يې داسې واټنونه رامنځته کړل چې اوس يې کوشېر د نسلونو خواري غواړي. کمونيستي دولت په وروستيو کې د قومي مليشو جوړښتونو او بنسټونو د فاشېزم په وده کې ډېر سرطاني رول ولوباوه، په افغانستان کې د ازبکو، پښتنو، تاجکو او نورو ملېشو شعوري رامنځته کونې د نوي يمې لسيزې په جګړو کې پر قومي بنيادونو د راکش شوي جګړو اورونه داسې بل کړل چې د ملېشو دلالانو په کې هغه بې پته جګړه پر مخ يوړه چې بيا نو هر څه د قومي پاکونو پر جنوسايډونو او تر دې دمه ناتمامې پخلاينې انجام شول. او ددې هر څه بنسټ کمونيستانو کېښود. دې فاشيستي کمونيستي ډلګيو د افغاني جهادي ليکو په منځ کې ځای ونيوه، او يو نظرياتي جدل يې په ډېر وړوکي قومي چاپېريال کې ځای کړ. همدې فاشيستي ويشنو ملي ارزښتونه، ملي خپلواکي، زمکنی تماميت وننګاوه، او تفکر يې له ملي کچې محلي او قومي سطحې ته راکوز کړ.

ملي هويت، نړيوالتوب او غربي کېدنه

د کمونيستي مرحلې او داخلي جګړو تر موړ وروسته د لېرې نيويارک پېښو د امريکا او ناټو نظاميان يو داسې افغانستان ته راښکی کړل چې په هيڅ ډول يې په نوموړيو پېښو کې لاس نه درلود، دوی دلته حمله وکړه او حمله يې يوازې نظامي نه وه، دوی په يو لوی تناظر کې دلته بنسټونه رامنځته کړل. دوی د فرهنګي بدلانه فکر ته ګڼې رسنۍ، تلويزيونونه، راديوګانې، کنسرتونه، سريالونه، مبتذل فلمونه، مستې موسيقۍ، او د امن کورونه رامنځته کړل. نن د همدې سريالونو په پايله کې دا حالت په وده کې دی چې د افغان پېغلې او زلمي اړيکې دې د سريالونو پر کيسو ودرېږي، نن د کورونو چاپېريال د همدې فرهنګ ترخه ړنګوي، او نن د افغانانو اجتماعي بنسټونه او ملي ارزښتونه د لويديځ بې تفاوته او انفرادي فرهنګ ته راماتېږي.

په اقتصادي ډګر کې يو ډله بدمعاشان د بهرنيانو پر قرادادونو ټنډ شول او دا محدود پانګوال به په راتلونکي کې افغانان د امريکا په نړيوال نظم او کپېټليسټي سېستم کې بېساري زبېښي.

په سياسي ډګر کې يې افغانان بېساري وويشل، په دا تېرو دولسو کلونو کې يو قوي او ملي حکومت رامنځته نه شو او دېته زمينه هم مساعده نه شوه چې قوي ولسي ګوندونه رامخې ته شي. دلته ټاکنې او هر څه په درغليو او ډنډورو کې ترسره کېږي او ګټونکي يې وار له مخه، يوناما او مرموز بهرني لاسونه هوکی کوي. هيڅ داسې سياسي ريښتينی مشارکت رامنځته نه شو چې ټول ملت په کې خپل حق خوندي وبولي او هر څه پر شخصي مصلحتونه مخې ته ځي.

په اجتماعي برخه کې د ولسونو په منځ کې د بې باورۍ فضا ته وده ورکول کېږي، او د هېواد او ملت د وېش لپاره کله د فدرالي نظام، او کله د افغانستان د تجزيې انتخابونه او بحثونه رامخې ته کېږي. د ژبو په اړه شخړې هومره تودې شوي چې د کابل پوهنتون درسي جريان يې له اختلال سره مخ کړی دی، او په دولتي دايرو کې ژبني تعاملات پر بې انډولۍ ولاړ دي. ملي حاکميت، ملي خپلواکي او زمکنی تماميت د بهرنيانو مشورو او مېشتو لښکرو په شتون کې بې مانا شوي دي.

نو ځکه ويلای شو د امريکا تر بريد وروسته افغانستان د ملي هويت له يوه بحرانه تېرېږي، او ټول بنسټونه يې د بهرنيانو د غوښتنو په اډانه او نړيوالو او سيمه ايزو سياستونو کې تراشل کېږي.

مآخذونه:

۱- قرآن کريم، سورة الحجرات، ايت شمېره ۱۳

۲- قرآن کريم، سورة النحل، ايت شمېره ۱۲۳

۳- قرآن کريم، سورة الزخرف ايت شمېره ۲۷

۴- قرآن کريم، سورة البقرة ايت شمېره ۱۲۶

۵- الکو محمد اسحق، داوودخان د کی جي بي په لومو کې، ۷۱ مخ

۶- http://www.arianafghanistan.com/…/walinouri_36min_salgard_r…

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ملي-هويت-د-تعريف-او-تاريخ-په-مفاهيمو-کې/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading