بازتاب نیوز

ننګرهار کې د اويا میليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي

٢٨ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ددغو پروژو لګښت، چې د مالیې وزارت د غیر مشروط بودیجې څخه ورکول کیږي، د پوهنې، روغتیا، کرنې، کلیوپراختیا او سوداګرۍ په برخو کې به پلې شي.

د ننګرهار رسنیو دفتر وايي، مرستیال والي تمیم عارف په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د اړونده ادارو چارواکي هم حاضر ول، سپارښتنه وکړه، ترڅو متوازن پرمختګ ته په پام سره، مهمې پروژې په ګوته کړي.

ده دغه راز سپارښتنه وکړه، چې اړونده ادارې دې خپلې پروژې هغو شرکتونو ته وسپاري، چې مالي توان ولري او د کارونو کيفيت ته پاملرنه وکړي.

د عارف په وینا، د پروژو د څارنې او تعقيب په موخه د ولايتي ټيم رامنځته کېدو لپاره یې له مرکز سره خبرې کړي، چې ډېر ژر به يې تشکیل منظور شي.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ننګرهار-کې-د-اويا-میليونه-افغانيو-په-ل-2/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading