بازتاب نیوز

امریکا وړاندیز کړی چې ولسمشریزې ټاکنې د ولایتي شوراګانو له ټاکنو وړاندې ترسره شي

٢٩ غويی ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

Read in Englishبه دری بخوانید2019-05-19 | 39 دقيقه مخکې

د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې مرستیالې مېرمن الیس د ټاکنو خپلواک کمیسیون نه غوښتنه کړې چې د ولایتي شوراګانو او غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته ترسره کړي خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوموړې دا وړاندیز ندی منلی.

خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشره وایي چې،د مېرمن الیس ویلز دغه وړاندیز یې رد کړی.

او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې مېرمن الیس ویلز او افغان حکومت له مشرانو سربیره یې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له چارواکو سره هم وکتل.

له دې وړاندې امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له ترسراوي وړاندې په سوله ټینګار کاوه، خو میرمن ویلز کابل ته د خپل سفر پرمهال د ولسمشریزو ټاکنو په ټاکلي وخت ترسراوي او روڼوالي ټینګار وکړ.

میرمن ویلز د ټاکنو خپلواک کمیسیون له کمیشنرانو سره د خبرو پرمهال د ټاکنو پر چمتوالي او د ټاکنو په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستاني امریکا غږ ته وویل چې میرمن ویلز ټینګار کاوه چې ود ولایتي شوراګانو او غزني د ولسي جرګې ټاکنې باید له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره نشي، خو په ونیا یې د ټاکنو کمیسیون د نوموړې له دې وړاندیز سره مخالفت ښودلی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستاني وویل: «د ویلز ټینګار کاوه چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره وخت ډیر کم دی، نو ښه به دا وي لومړی ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي. خو زمونږ استدال دا و چې په ولسمشریزو ټاکنو د خلکو د پراخ ګډون لپاره ولایتي ټاکنې ډیرې مهمې دي.»

په ورته وخت افغانستان لپاره د امریکا د بهرینو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د بااعتباره او شفافو ټاکنو په ترسراوي ټینګار کوي.

نوموړي وړمه ورځ په ټویټر کې لیکلي و: «افغانان تر هر څه وړاندې سوله غواړي، خو د سولې غوښتنه د دوی د باور وړ ولسمشریزو ټاکنو لپاره د چمتوالي مخنیوی نه کوي. د ټاکنو پلان باید مخ پر وړاندې لاړ شي لکه څرنګه مونږ د هغې سولې لپاره هلې ځلې کوو چې چې افغانان يې مستحق دي.»

که څه هم په افغانستان کې ټاکنې له یو شمېر ستونزو او ننګونو سره مخ دي، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشره د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکوي.

حوا علم نورستاني وویل چې، د ټاکنو د تراسروي لپاره ۲۰۰.۷ میلونه ډالره بودیجه اټکل شوی چې ۲۰ سلنه یې افغان حکومت ورکړې او پاتې پیسو په اړه له اړوند ډونرانو سره خبرې شوې دي.

1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/38261-2019-05-19-10-14-21

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading