بازتاب نیوز

د ولایتي دفترونو د کارکونکو له پاره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د عامه پوهاوي په برخه کې د روزنیز پروګرام پیل

٢ غبرګولی ١٣٩٨ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ولایتي دفترونو د کارکونکو له پاره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د عامه پوهاوي په برخه کې د روزنیز پروګرام پیل

نن د روان کال د غبرګولي په لومړۍ نیټه د ولایتي مدیرانو او روزنکو له پاره روزنیزې زده کړې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشرتابه پلاوي په حضور کې پیل شوې چې موخه یې د مدیرانو او روزونکو له پاره د تقویتي نوم ثبتونې، د غزني په ولایت کې د رای ورکونکو، د رای ورکونکو د نوملړ خپریدل او د ولایتونو له پاره د عامه پوهاوي پیاوړتیا په ګوته شویده، د دغه پروګرام پر مټ به د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د روزونکو له خوا نورو روزونکو ته به دوه ورځنۍ او د عامه بوهاوی مدیرانو ته به درې ورځنۍ زده کړې ورکړل شي.

د دغه پروګرانم په ترڅ کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې اغلې حوا علم نورستانۍ د ولایتي روزونکو څخه په مننې پر دې خبرې ټینګار درلود چې د افغانستان د ولس برخلیک له همدغه ځایه ټاکل کیږي؛ د هغې په وینا موږ ته ستر مسولیتونه را تر غاړې دي او موږ به هڅه کوو چې له کړکیچه د افغانستان د خلکو د ژغورلو له پاره رڼې او له درغلیو پاکې او سپینې ټاکنې تر سره کړو او موږ پر دغه چاره کې د مکافاتو او مجازاتو اصل ته درناوی کوو.

دا رنګه د کمیسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ د تقویتي نوم ثبتونې د ارزښت په تړاو وویل چې موږ ته په ټاکنو کې رڼښت او د خلکو برخه اخیستنه زیات ارزښت لري او د غبرګولي په ۱۸ مه نیټه به د تقویتي نوم ثبتونې لړۍ د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې پیل شي.

ښاغلي ننګ روزونکو ته په خبرو کې وویل: تاسو باید د افغانستان راتلونکې له پاره کار وکړئ او د یو کارکونکي تیروتنه ټول کمیسیون ته زیان رسولی شي.

په پای کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د روزنې د برخې ریس ښاغلي رحمت الله صالحي د عملیاتي پلانونو او روزنیزو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د روزونکو له پاره یې شپږ بیلابیل ټولګي په پام کې نیولي چې په هر ټولګي کې باید لږ تر لږه دیرش تنه وي او د هر ټولګي له پاره دوه یا درې روزونکي ځانګړي شویدي.

ولایتي روزونکي او مدیران به د غبرګولي له اوومې نه تر اتمې پورې د ولسوالیو امرینو ته زده کړه او روزنه ورکوي.
د عامه پوهاوي روزونکي او مدیران ۱۱۱ تنه دي چې د ۹۰۰ ولایتي مبلغینو له پاره به روزنه ورکوي چې د هغو مدیریت او همغږۍ څخه به څارنه هم کوي.

171 تنه ولایتي روزونکي او د زده کړو مدیران به د ولسوالیو امرینو، د محلونو ریسانو، د نوم ثبتونې مامورینو او د کتارونو څارونکو ته روزنه ورکوي.

د روزنې مدیران مکلف دي چې په ولایتونو کې د روزونکو څخه څارنه وکړي او دا رنګه د UNDP ولایتي سلاکاران به د دغه پروګرام څخه څارنه کوي.

اصلي اړیکې: http://iec.org.af/ps/2012-06-23-06-41-38/news-media-ps/1683-provincial-staff-training-20190522-ps

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading