بازتاب نیوز

د افغان امنیتی ځواکونو په نوی عملیاتو کې ۸۸ طالب او داعش جنګیالانو ووژل شول

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری آژانس: د ملی دفاع وزارت چارواکو اعلام کړی چې د امنیتی ځواکونو په نوی عملیاتو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو د هیواد په بیلابیلو سیمو کې  ۸۸ تنه طالب او داعش ترهګر وژل شوی دی. د دفاع وزارت رسنیو دفتر خبرپاڼه په اساس چې نن یکشنبی ورځ د کب ۲۹ مه خپاره شوی دی، یاد عملیات د پیاده ځواکونو لخوا د توپچی او هوایی قوتونو په ملاتړ د د ننګرهار، کاپیسا ، میدان وردګ، لوګر، غزنی، خوست، کندهار، ارزګان، فراه، هرات، بغلان،جوزجان، کندز او هلمند ولایتونو کې تر سره شوی دی. خبرپاڼه زیاتوی چې د دی عملیات په ترڅ کې ۴۲ ترهګر هم ټپیان شوی دی. د دفاع وزارت د چارواکو په وینا، د وسله والو ترهګر وژل شویو ترمنځ ۱۳ داعش غړی هم شامل دی چې په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی. تر اوس مهال د دولت وسله وال مخالفانو ډلې په دی اړه، څه نه دی ویلی. The post د افغان امنیتی ځواکونو په نوی عملیاتو کې ۸۸ طالب او داعش جنګیالانو ووژل شول appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1395/12/29/afghan-security-forces-killed-88-taliban-fighters-and-isis-in-new-operations/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading