بازتاب نیوز

په کندز کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې د ملې اردو شپږ سرتیري ووژل شول

٢٢ غبرګولی ١٣٩٨ خبرگزاری خاورمیانه

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملې اردو د ځواکونو پر پوسته باندې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په پایله کې د اردو شپږ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس ،محمد یوسف ایوبي خاورمیانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه برید تیره شپه د امام صاحب ولسوالۍ د اسماعیل قشلاق په سیمه کې ترسره شوی دی.

د نوموړې پر وینا ،په دې پیښه کې بهرنیو ځواکونو د ملې اردو پوسته په نښه کړي ده چې په پایله کې یې د اردو  شپږ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د کندز د امام صاحب ولسوال دغه پیښه او د ملې اردو تلفات تایید کړل؛ مګر د دقیق شمېر په اړه یې مالومات وړاندې نه کړل.

د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ سرتیرو په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو بریدونو زیاتوالی موندلی دی.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1398/03/22/%D9%BE%D9%87-%DA%A9%D9%86%D8%AF%D8%B2-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%A8%D9%87%D8%B1%D9%86%DB%8C%D9%88-%DA%81%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D9%87%D9%88%D8%A7%DB%8C%D9%8A-%D8%A8%D8%B1%DB%8C/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading