بازتاب نیوز

اشرف غني: د سولې پروسې معلومات راته رسېږي

٢٢ غبرګولی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره په لیدنه کې څرګنده کړې چې، په دې وروستیو کې د داوړو هیوادونو تر منځ همغږي زیاته شوې او د سولې پروسې جزئیات ګډ حکومت ته ورکول کېږي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، حکومت مشر «غني» نن ورځ له غرمي وروسته د سیاسیونو، د ولسي جرګې د استازو او لوړ رتبه چارواکو سره یو ځای په دلکشا ماڼۍ کې زلمي خلیلزاد ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان د سولې په برخه کې یې د نوموړي هڅې وستایلې.

خبرپاڼه زیاتوي « د هېواد جمهوررئیس دغه راز څرګنده کړه، په نړیواله کچه هم د دایمي سولې، باثباته او امن افغانستان لپاره مثبته فضا رامنځ ته شوې. هغه زیاته کړه، د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان حکومت، امریکا متحدو ایالاتو او اروپایي ټولنې ترمنځ رغنده بحثونه دوام لري او المان هېواد به د مهم اسانچاري رول ولري».

د خبرپاڼې له مخې، غني سولې ته رسېدل خپل مهم هدف وباله خو تر څنګ یې د ولس د اردې د تمثیل په موخه ټاکني هم ضروري وبللې او زیاته یې کړه «زمونږ ګډه موخه سولې ته رسېدل او د تاوتریخوالو ختمول دي او یوازې په واقع بینانه او منسجم حرکت سره دې موخې ته رسېدلی شو خو د ټاکنو ترسره کېدل حتمي دی، ځکه له ټاکنو پرته د ولس اراده نه شي تمثیلېدلی».

د ګډ حکومت رهبري داسې مهال د سولې د خبرو له جزئیاتو د اګاهۍ دعوه کوي چې، ګډ حکومت د امریکا او طالب استازو له خبرو په بشپړ ډول منزوی شوی او کارپوهان لا هم دعوه لري چې، د ګډ حکومت مشران د یادو خبرو په تړاو هیڅ جزئیات نه لري.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/146144/%D8%A7%D8%B4%D8%B1%D9%81-%D8%BA%D9%86%D9%8A-%D8%AF-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D9%BE%D8%B1%D9%88%D8%B3%DB%90-%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85%D8%A7%D8%AA-%D8%B1%D8%A7%D8%AA%D9%87-%D8%B1%D8%B3%DB%90%DA%96/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading