بازتاب نیوز

د ناټو ځواکونو ویاند: افغانان د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي

٢٢ غبرګولی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو ویاند «ډیويډ بټلر» وايي، د افغانستان خلګ له دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور په حواله؛ بټلر وویل « د افغانستان ټول خلګ له خپل هیواد څخه د بهرنیو عسکرو وتل غواړي او دا په دې مانا ده چې موږ باید له وتلو وړاندې په دې هیواد کې یوې پایدارې سولې ته ورسېږو».

بټلر زیاته کړه « تر هغه وخته چې موږ یوه سیاسي حل ته رسېږو، له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلې مرستې روانې ساتو».

بټلر همدا راز طالبان د جنګ په دوام او د افغانستان د خلګو غوښتنو ته په نه احترام تورن کړل خو هیله یې وښوده چې په هیواد کې روان تشدد نور کم یا پای ته ورسېږي.

په افغانستان کې امریکایي او ناټو ځواکونه داسې مهال په دې هیواد کې خپل شتون د افغانانو له غوښتنو سره منافي بولي چې د ګډ حکومت چارواکي بیا د امریکايي ځواکونو احتمالي وتلو اندېښمن کړي، تېره ورځ د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» له طلوع نیوز سره د مرکې په مهال وویل چې، باید نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ولاړ نشي ځکه ددوی وتل به افغانستان ته اقتصادي ګواښونه زیات کړي.

بل لور ته د ناټو ځواکونه داسې مهال د سولې له یوې موافقې وروسته له افغانستان څخه په وتلو تاکید کوي، چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ د سولې اووم پړاو مذاکراتو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې او دواړه لوري هیله لري چې له افغانستان څخه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د وتلو په  څرنګوالي به یوې وروستۍ پایلې ته ورسېږي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/146123/%D8%AF-%D9%86%D8%A7%D9%BC%D9%88-%DA%81%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%88%DB%8C%D8%A7%D9%86%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%A8%D9%87%D8%B1%D9%86%DB%8C%D9%88-%DA%81/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading