بازتاب نیوز

تېرو درې ورځو کې ۴۹۰ طالب بندیان خوشې شوي دي

٢٢ غبرګولی ١٣٩٨ بی بی سی

افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز اعلان کړی چې د ولسمشر غني د فرمان په بنسټ په تېرو درې ورځو کې ۴۹۰ طالب بندیان خوشې شوي دي.

ولسمشر غني د غبرګولي په ۱۳ یو فرمان صادر کړ چې ۸۸۷ طالب زاندانیان دې ازاد شي.

د رسنیو مرکز زیاتوي چې د ازادېدونکو بندیانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې په صعب العلاجه ناروغیو اخته دي او ځینې نور بیا هغه زاندانیان دي چې له یوه کال کمه د زندان موده یې پاتې ده.

د ولسمشر په دې فرمان کې راغلي چې "د مشورتي لویې جرګې پریکړې ته په درناوي، د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۸ بند د حکم په اساس او د روژې مبارکې میاشتې په احترام، د اختر په مناسبت او د سولې لپاره د افغان دولت د ښه نیت د ښودلو په پار دې په حبس د محکوم شویو بندیانو پاتې موده ددې فرمان د جدول په بنسټ وبخښل شي او له بنده دې خوشې شي."

''امریکا د افغان سولې بهیر کې له جرمني مرسته غوښتې''

طالبان: د خپلو بندیانو خوشي کېدل ښه ګام بولو

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ملاتړې نوملیکنه پیل شوه

د رسنیو مرکز په اعلامیه کې راغلي چې افغان ولسمشر له زندانیانو سره د یوه روژه ماتي پرمهال هغوی ته د ازادۍ زیری ورکړی و.

د رسنیو مرکز زیاتوي چې د ولسمشر د فرمان پلي کول د لویې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د یوې فني کمیټې دنده ده چې تر اوسه یې نژدې پنځه سوه کسان خوشې کړي دي.

د رسنیو د مرکز په اعلامیه کې کاږل شوي چې ۴۹۰ خوشې شوي بندیان د کابل پلچرخي، بګرام، ننګرهار، پکتیکا، کندهار، هرات، جوزجان، کنر، فراه، بلخ، کندوز، بغلان، کاپیسا، لغمان، فاریاب، بادغیس، لوګر، خوست او غزني له زندانونو کې بندیان وو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر له لمانځه وروسته په خپله وینا کې وویل، د افغانستان له زندانونو به ۸۸۷ طالب بندیان ازاد شي. ښاغلي غني وویل، دغه شمېر بندیان به د اختر په احترام او د ولس د غوښتنې له مخې ازاد کړل شي.

ولسمشر غني په خپلو خبر کې زیاته کړه، کله چې ما د سولې په لویه مشورتي جرګه کې د ۱۷۵ کسانو د خوشې کولو وویل نو له تالار نه غږونه اوچت شول چې دا شمېر زیات کړه.

هغه پخپلو خبرو کې همدا راز وویل، کوم عادي بندیان چې عمرونه یې زیات دي او په زندان کې ورته رسېدنه نه وه شوې، لسو ورځو کې به د فرمان په مطابق ماته نور وړاندېزونه وشي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48618994

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading