بازتاب نیوز

ټرمپ او جو بایډن په ایووا ایالت کې یو بل په اړه څه وویل؟

٢٣ غبرګولی ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او د پخوانی جمهور رئیس مرستیال، جوبایډن د ایو وا په ایالت کې پر یو بل سخت انتقادونه وکړل.

دوی دواړو هڅه وکړه چې خلکو ته خپل سیاسی پیغامونه ورسوی او رایه ورکوونکی په دې قانع کړی چې څوک د ملت د مشری لپاره قوت او لیدلوری لری.

ډانلډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ( د جون په ۱۰ مه ) په ایو وا ایالت کې خپلو ګڼ شمیر مینه والو ته د وینا پرمهال وویل” امریکا باید یو ځل بیا د انرژۍ د بهرنیو تامین کوونکو له خوا برمته نشی، لکه څنګه چې د اوباما – بایډن یعنی خوبولی جو د ډلې پرمهال وه.”

د ټرمپ یو قوی استدلال، د امریکا اقتصادی وده ده ، هغه وایی د تعرفو له لارې په میلیاردونو ډالر ترلاسه کیږی او له دې پیسو ۱۶ میلیارده بزګرو ته ورکړل شوی چې دا رقم تر هغه زیات دی چې چین د امریکایی بزګرو محصولات اخیستی.

مخکښ دیموکرات کاندید جو بایډن په ایووا ایالت کې د خبرو پرمهال د تعرفو په اړه د ټرمپ ادعاوی متناقضې وګڼلې.

هغه وویل جمهور رئیس ټرمپ د مکسیکو په وړاندې د تعرفو له ګواښونو ځکه تیرشو چې په دې پوه شوه په مشیگن او اوهایو کې به د خلکو ملاتړ بایلی.

بایډن د ټرمپ د مشری په څرګندوالی سختې نیوکې وکړې او هغه یې بنیادی ارزښتونو ته تهدید وباله.

جمهور رئیس ټرمپ تر دې وړاندې د راسمیوسن د راپور په حواله چې دده د تائید کچه یې ۵۰ سلنې ته نږدې ښودلې، په یو لړ ټویټونو کې د بیا ټاکل کیدو په اړه ډاډ څرګند کړی دی.

خو د کوینې پی یک پوهنتون “Quinnipiac University” د سروې له مخې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه، د هیواد په کچه بایډن د ټرمپ په پرتله په ۱۳ نمرو مخکې دی.

بایډن او ټرمپ تر اوسه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په کمپاینونو کې د خپلو ګوندونو مخکښ کاندیدان دی. خو د ۲۰۲۰ کلا نوامبر میاشتې ته ډیر وخت پاتې دی او د ۲۰۱۶ کال ټاکنو وښوده چې د وروستیو شیبو تحولات هم له پامه نشی غورځیدای.

The post ټرمپ او جو بایډن په ایووا ایالت کې یو بل په اړه څه وویل؟ appeared first on کندهار ملي راډیو تلوېزیون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/03/ټرمپ-او-جو-بایډن-په-ایووا-ایالت-کې-یو-بل/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading