بازتاب نیوز

قرغزستان ته د ولسمشر غني سفر

٢٣ غبرګولی ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

2019-06-13 | 36 دقيقه مخکې

افغان ولسمشر غني نن د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې د ګډون له پاره قرغزستان ته روان شو

ولسمشر غني به د قرغزستان پلازمینه بیشکیک کې د ددې غونډې د وینا ترڅنګ د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو د مشرانو او استازو سره لیدنه ترسره کړي.
ښايي چې د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۸مه ناسته کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر سوله او اقتصاد هم خبرې وشي.
قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، هند، پاکستان، چین او روسیه د دې سازمان دایمي غړي هېوادونه دي او افغانستان، ایران، بېلاروس او منګولیا بیا د دې سازمان څارونکي غړي هېوادونه دي.

1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/38487-2019-06-13-04-55-11

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading