بازتاب نیوز

دوستم: شمال ته د طالبانو دېرش جنګیالي راتلونکي دي

٢٣ غبرګولی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر لومړی مرستیال «عبدالرشید دوستم» وايي، د طالبانو د سرې قطعې دېرش زره نفري ډله چې په پرمختللو وسلو سمبال ده، شمال ته راتلونکې ده.

دوستم چې تېره ورځ یې په جوزجان ولایت کې د «مور» د ورځې په مناسبت رابلل شوې غونډې ته خبرې کولې وویل « نور د شمال د نا امنیو په وړاندې بې توپیره نه پاتې کېږو او که چېرې په دې ولایت کې نا امني نوره هم زیاته شي زه تیار یم د پولیسو له مشر سره د جنګ لومړۍ کرښې ته ولاړ شم او هلته د طالبانو په وړاندې وجنګېږم».

دوستم زیاته کړه « زما د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د سرې قطعې ۳۰ زره نفري ډله، د ۵۰ چاودېدونکو موټرو  او واسکټونو په ملتیا د شمال لوري ته راتلونکي ديِ».

دوستم په پای کې له طالبانو وغوښتل څو له جګړې لاس واخلي او سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.

دوستم شمال ته د ۳۰ زره طالب جنګیالیو د راتګ خبره له طالبانو سره د جګړې ډګر ته د ۲۰ زره جنګیالیو سره  د یو ځای وتلو تر ادعا یوه اونۍ وروسته کوي.

په ورته وخت کې؛ د جوزجان ولایت ته د طالب جنګیالیو د ورتګ خبرونه داسې مهال رامخته کېږي چې، څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې په شمال کې دولتي چارواکي د داعش د تمویل او تجهیز دنده مخته وړي او د محلي پولیسو له منځه د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر پوره کوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/146177/%D8%AF%D9%88%D8%B3%D8%AA%D9%85-%D8%B4%D9%85%D8%A7%D9%84-%D8%AA%D9%87-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF%DB%90%D8%B1%D8%B4-%D8%AC%D9%86%DA%AB%DB%8C%D8%A7%D9%84%D9%8A-%D8%B1%D8%A7/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading